پيټرېیاس: په فلوريډا کې د قرآن سوځول زموږ ماموریت زیانمنوي

Image caption دې خبر د نړۍ په ځینو هېوادونو او افغانستان کې د خلکو غصه راوپاروله او په دې لړ کې تېره ورځ په پلازمېنه کابل کې لاریونونه وشول.

په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ويلي، په فلوريډا ایالت کې د کلیسا لخوا د قرآن سوځول به په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو لپاره ناوړه پایله ولري.

وړاندې د فلوريډا ایالت په گینزویل کې يوې کلیسا اعلان کړی و، چې د سپتمبر د یوولسې د بریدونو په یاد کې به کلیسا د قرآن سوځونې ورځ اعلانوي.

دې خبر د نړۍ په ځینو هېوادونو او افغانستان کې د خلکو غصه راوپاروله او په دې لړ کې تېره ورځ (دوشنبه، د سپتمبر شپږمه) په پلازمېنه کابل کې لاریونونه وشول.

جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ويلي که چېرې رښتیا دا کار وشي، ښايي په افغانستان کې پر مېشتو امريکايي ځواکونو انتقامي بریدونه وشي او د کابل او واشنګټن ترمنځ اړيکي به ترینګلي شي.

نوموړي وويل "دا کار به نه یوازې په کابل، بلکې په ټوله نړۍ کې موږ ته ستونزې راوټوکوي."

بل خوا په افغانستان کې د شمالي اتلانتیک د تړون 'ناټو' د روزنې د څانګې مشر جنرال ولیام کالدویل ويلي د قرآن د سوځولو په تړاو د فلوریډا ایالت د کلیسا لخوا دا اعلان به په افغانستان کې د ولسي خلکو غصه راوپاروي.

نوموړي ويلي "موږ پوهېږو زموږ هغه مامورین چې دلته په خدمت بوخت دی، له ګواښ سره به مخامخ شي."

Image caption جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ويلي که چېرې رښتیا دا کار وشي، ښايي په افغانستان کې پر مېشتو امريکايي ځواکونو انتقامي بریدونه وشي او د کابل او واشنګټن ترمنځ اړيکي به ترینګلي شي.

وړاندې هم په افغانستان کې اسلام ته د سپکاوي په تړاو لاریونونه شوي ول.

په ۲۰۰۶ کال کې هغه مهال چې یوه دنمارکي کارتونیست لخوا حضرت محمد 'ص' ته یو منسوب کارتون کښل شوی و، چې د نړۍ په ګڼو اسلامي هېوادونو کې یې پرضد لاریونونه وشول.

د "دوف وورلډ اوټریچ" په نامه دغه امریکايي کلیسا چې شاوخوا ۵۰ غړي لري، هوډ کړی چې د کلیسا په انګړ کې د سپتمبر پر يوولسمه د قرآن یوه یا څو نسخې وسوځوي.

یادې شوې کلیسا پر خپله وېبپاڼه ليکلي له مسلمانانو کرکه نه لري، خو وايي چې "په دې ګام سره د اسلام له اعتقادي او ايدیالوژيکي اصولو سره خپله کرکه په ډاګه کوي."

د ویلو ده چې یادې شوې کلیسا تېر کال هم دې ته ورته يو لړ کمیسونه راویستل، چې پرې لیکل شوي ول "اسلام د شيطان دین دی."

ورته مطالب