ناټو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو پر سپارلو غږېږي

ناټو
Image caption د ناټو سرمنشي وايي د دغه تړون په راتلونکې غونډه کې به افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو پر سپارلو وغږېږي.

د ناټو سرمنشي اندري فو راسموسن ويلي د سپتمبر په میاشت کې د ناټو په راتلونکې غونډه کې به غړي هېوادونه افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو ګام- په ګام سپارلو پلان جوړ کړي.

ښاغلي راسموسن د تېرې سه شنبې پر ورځ په واشنګټن کې د وینا پرمهال وویل، هیله من دی چې راتلونکی کال بهرني ځواکونه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤولیتونو د سپارلو بهیر پيل کړي.

د ناټو سرمنشي وویل په دې اړه ونه ویل چې افغان ځواکونو ته د واک سپارلو بهیر به څرنګه او له کومه ځایه پيلېږي.

راسموسن دا څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو مرګ ژوبله په ډېرېدا ده.

بل خوا د ولسمشر بارک اوباما د پلان له مخې داسې اټکل کېږي، چې د راتلونکي کال په جولای میاشت کې له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو وتل پيل شي.

د امریکايي عسکرو په ګډون شاوخوا ۱۵۰ زره بهرني ځواکونه دا مهال په افغانستان کې مېشت دي.

د ناټو ګڼ غړي هېوادونه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره مناسبه لاره ولټوي.

Image caption ښاغلی راسموسن خبرداری ورکوي، که افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤولیتونو د لېږدولو پلان پيل هم شي، په پراخه کچه له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل باید پيل نه شي.

وار له مخه له ارزګان ولایت څخه استرالیايي ځواکونه وتلي او اټکل کېږي چې کاناډايي عسکر هم له سوېلي نارامه ولایت کندهار نه ووځي.

خو ښاغلی راسموسن خبرداری ورکوي، که افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤولیتونو د لېږدولو پلان پيل هم شي، په پراخه کچه له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل باید پيل نه شي.

بل خوا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس په ناټو کې د امریکا له متحدینو غوښتي چې افغانستان ته نور ۲۰۰۰ روزونکي او عسکر راولېږي.

ورته مطالب