مسعود: د طالبانو پرځای له پاکستان سره د سولې خبرې وکړﺉ

احمد ضیاء مسعود
Image caption احمد ضیاء مسعود: ''د افغانستان د کړکېچ د اواري لپاره دا ډېره مهمه ده چې موږ ولې پخپله له پاکستانيانو سره خبرې اترې و نه کړو ؟ ''

په افغانستان کې د شهيد د اونۍ او د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود دوژنې د نهمې کليزې په وياړ غونډه کې د هغه ورور د ولسمشر پخواني لومړي مرستيال احمدضيا مسعود د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې پر خبرو اترو کلکه نيوکه وکړه .

ځينو پخوانيو جهادي رهبرانو بيا نړيواله ټولنه له دې امله ملامته کړه چې له افغانستان سره يې د زړه له تله مرستې نه دي کړې.

خو تر ټولو لويه اندېښنه بيا هم طالبان او د افغانستان روان حالات ول چې ډېرو د افغانستان لپاره جدي ستونزه وبلله.

په افغانستان کې يو شمېر جهادي مشرانو او پخوانيو حکومتي چارواکو پر حکومت تور ولګاوه چې مجاهدين څنډې ته کوي.

د دوی باور دا و چې د اوسنيو ستونزو د پراختيا لوی لامل هم همدغه خبره ده. دغه نيوکې او تورنه په افغانستان کې د شهيد د اوونۍ د نمانځنې په غونډه کې و شوې.

د ولسمشر پخواني مرستيال احمدضياء مسعود د حکومت او وسلوالو مخالفينو تر منځ خبرو اترو باندې کلکې نيوکې وکړې.

هغه پخپلو ټکو طالبان د پاکستان مزدوران وبلل او زياته يې کړه چې که دسولې خبرې کېږي بايد مخامخ له پاکستان سره وشي:

''طالبان په افغانستان کې د پاکستان د ګټو لپاره جنګېږي. داسې اورېدل کېږي چې موږ له طالبانو سره سياسي جوړ جاړی کوو، ايا موږ غواړو چې له هغو مزدورو ډلو سره زموږ د يوه ګاونډي حکومت د ګټو لپاره جګړه کوي سياسي جوړ جاړی کوو؟ کله چې پاکستان پخپله وايي چې طالبان زموږ له ارادې پرته له افغان حکومت سره سياسي جوړجاړی نه شي کولای، نو خو معلومه شوه چې دا يوه مزدوره ډله ده . نو د افغانستان د کړکېچ د اواري لپاره دا ډېره مهمه ده چې موږ ولې پخپله له پاکستانيانو سره خبرې اترې و نه کړو ؟ ''

په ټوله کې د ويناوالو له خبرو داسې اخيستنه کېده چې طالبان او د دولت وسلوال مخالفين يې لويه اندېښنه ده.

د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي وويل د سپټمبر تر يوولسمې مخکې نړيوالو نه يواځې د طالبانو پر ضد ګام نه اخيست بلکې ځينو هېوادونو وروسته مرسته هم کوله چې ده يې نوم وانه خيست.

هغه زياته کړه که څه هم په تېرو نهو کلونو کې که څه هم د نړيوالو پام افغانستان ته ډېر شوی خو د طالبانو ګواښ لا هم پر خپل ځای پاتې دی.

''په دغه نوي فصل کې چې نهه کاله تېرېږي موږ بيا هم له ناورين او کړکېچ سره مخامخ يو او ان اندېښنه ورځ تر بلې زياتېږي ، تياره هم په څو کې ناسته ده او فرصت ته ګوري چې بيا ساه واخلي او اوس يې هم ساه اخيسته ده. نو د نړيوالې ټولنې په شتون کې راځیء ټول په يووالي سره هېواد له دغه ناورين څخه خلاص کړو. ''

که څه هم د افغانستان لپاره د نوي دلتي بهير د جوړولو پر مهال په 2000 کال کې د بن په کنفرانس کې د دفاع کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو په ګډون لوړې دولتي څوکۍ پخوانيو مجاهدينو او په ځانګړي ډول شمالي ټلوالې ته ور کړل شوې خو پخواني مجاهدين له هغه مهاله د خپل زوال د کيسې پيل انګېري.

Image caption رباني: ''له حکومته د مجاهدينو منزوي کېدل له بن څخه پيل شول.''

پخواني جهادي مشر برهان الدين رباني په څرګندو ټکوو وويل چې د مجاهدينو د ايستلو بهير له بن څخه پيل شوی:

''موږ نه شو کولای انتظار وکړو چې د پرديو هېوادونو نجونې او ځوانان زموږ لپاره د افغانستان امنيت وساتي ، موږ ولې دا وس ونه لرو زه تعجب کوم، لامل يې دا دی هغه کسان چې تجربه، وس او انګېزه لري هغوی په لوی لاس منزوي شول او پر ضد يې جګړه پيل شوه . دغه جنګ او د مجاهدينو منزوي کېدل له بن څخه پيل شول.''

د تېرې ولسي جرګې مشر يونس قانوني چې د پخوانيو مجاهدينو له ډلې څخه دی د افغانستان د روانو حالاتو په اړه ژوره اندېښنه وښوده .هغه پر حکومت غږ و کړ چې خلک بايد په تېاره کې و نه ساتي:

''موږ د افغانستان د سياسي حالاتو د پرمختګ او له دې سره همهاله د پېښو د بڼې او څرنګوالي په اړه سخت اندېښمن يو ، او موږ نه غواړو چې د افغان ملت په تيارکي کې واوسي ، اندېښنه موجوده ده ، او ورځې تر بلې ډېرېدونکې ده.''

دغونډې ډېرې ويناوې د پخوانيو مجاهدين د قوماندان احمدشاه مسعود په اړه وې چې نهه کاله مخکې د سپټمبر پر نهمه ووژل شو.

هغه په افغانستان کې دطالبانو پر ضد د جنګېدونکې ټلوالې سرغنه بلل کېده.