سټېفن د ېميستوراد قران کريم د سوځولو پلان وغانده

Image caption ښاغلي دېمسيټورا وايي که قران کريم وسوځول شي نو د ډېرو افغانانو او بهرنيانو ژوند ته به ګواښ پېښ شي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د سر منشي ځانگړي استازي سټېفن ډيمسټورا وويل که د متحدو ايالتونو د فلورايدا په ايالت کې د يوې وړوکي مذهبي ډلې او کليسا لخوا قران شريف وسوځول شي نو دا به په افغانستان کې د بهرنيو سر تېرو او نورو نړيوالو ژوند ته پراخ گواښ پېښ کړي .

ښاغلي ډېمسټورا دغه پلان وغانده او غوښتنه يې وکړه چې دا کار و نشي :

(( ددغه ډول چارې تر سره کول به د ډېرو افغانانو او ډېرو بهرنيانو ژوند له خطر سره مخا مخ کړي چې دلته کار کوي .

څوک چې دافغانستان د ټيکاوو او بيا جوړولو لپاره کار کوي ټول دافغانستان ، کلتور ، عنعناتو او ددغه هېواد دين او مذهب ته پوره درناوى لري.))

د امريکا په فلورېډا ايالت کې د يوې کليسا لخوا د سپټمبر د ١١ د مراسمو د نمانځنې پر مهال د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قران کريم د سوځولو اعلان کړى.

ښاغلي ډېمسټورا په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې په استازيتوب غوښتنه وکړه چې دغه کار و نه شي:

(( خو که دا کار وکړي ، دوى به نه يوازې په ميليونونو مسلمانانو په دې کار سره په غوسه کړي، بلکې موږ به هم چې په افغانستان کې کار کوو اغېزمن او خپه کړي. ))

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي چې د قران کريم د احتمالي سوځېدو له کبله د مسلمانانو په خاصه توگه دافغانانو د غوسي د را پارېدو گواښنه کوله وويل دغه ډول کارونه په نړۍاو افغانستان کې د سولې هڅو ته زيان رسوي او په باور يې د وسله والو مخالفينو خبري به لا پسې پياوړې کړي .

پر همدې مهال په کابل کې د غير دولتي موسسو د همغږۍ ادارې اکبر د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه ممکنه سوځېدنه غندلې او اندېښنه يې ښوولې چې په دې سره به په افغانستان کې د ملکي خلکو ژوند ته گواښ پېښ شي او د بشري مرستو هڅې به اغېز منې کړي .

د دوی د اندېښنې لامل کېدای شي دا وي چې دافغانانو د غوسې د را پارېدو له کبله به د لاريونونو له کبله د خلک ژوند اغېزمن او د بهرنيانو پر وړاندې غوسه زياته شي .

د قران شريف د سوځولو اعلان په نړيواله کچه د اسلامي او نورو هېوادونو لخوا غندل شوى او د افغانستان په گډون په ځينو اسلامي هېوادونو کې لا له وړاندې ددغې احتمالي چارې پر ضد لاريونونه هم شوي دي .