کندهاريان: په محله جات کې اوس هم بريدونه او چاودنې کېږي

کندهار ښار
Image caption په کندهار کې دغه عمليات يواځې افغان ځواکونو وکړل چې حکومت يې د افغان ځواکونو د وړتيا د لوړوالي نښه بولي.

محله جات د کندهار ښار لوېديځ ته څېرمه پراخه کرنيزه سېمه ده چې د ډنډ په ولسوالى پورې تړلې او اوس پکې تر دوو سوو پورې افغان پوځيان د امنيت ساتلو په موخه مېشت شوي دي .

د پېنځه سوه افغان سر حدي ځواکونو د څو ورځنيو عملياتو په ترڅ کې دغه شنه سيمه له وسلوالو طالبانو پاکه کړای شوه .

اوس د دغې سيمې پر کورونو او باغونو کې د طالبان سپين بيرغونه ، نه ليدل کېږي.

خو سيمه ييز خلک وايي لا هم دغلته وسلوال پر افغان ځواکونو کله کله بريدونه کوي ، خو په لويه کې اوس د پخوا په پرتله سېمه ارامه بولي .

عام خلک وايي حکومت دې د تل لپاره په دغې سېمه کې خپل شتون پياوړى کړي چې سيمه ييز خلک بيا د وسله والو ويره حس نه کړي .

د محله جات ځينې اوسېدونکي د افغان ځواکونو لخوا له تر سره شويو عملياتو خوښ دي او غوښتنه يې داده چې ټول عملياتونه دې ددوى لخوا وشي چې په وينا يې دوى ورسره په خبره پوهېږي .

د محله جات عمليات په يوازې سر افغان ځواکونو ترسره کړل چې د چارواکو په خبره نه خلکو او نه ددوى سر تېرو ته تلفات اوښتي خو د عملياتو مشرعبدالرازق چې په سيمه کې د سر حدي ځواکونو قومندان دى وايي د وسله والو طالبانو واکمني يې دغلته ړنگه کړه.

دغه افغان قومندان وايي ځواکونه يې کولى شي چې د کندهار ټولې هغه سېمې له وسله والو پاکې کړي چې هغوى پکې فعاليت کوي .

د کندهار والي توريالى ويسا د محله جات نيول د افغان حکومت لپاره ډېر مهم بولي اوددې عملياتو د بري يوازينى دليل د سېمه ييزو خلکو همکاري گڼي چې له برکته يې په سيمه کې گڼ خښ شوي ماينونه هم پيدا کړل.

له وسله والو طالبانو د مالجات په پاکه شوې سيمه کې اوس افغان ځواکونه ځاى پر ځاى شوي او چارواکو سملاسي د بيارغاونې او پر مختيايي چارې پيل کړې چې د چارواکو په وينا يو شمير وسلوال د وزګارتيا له کبله له طالبانو سره يو ځاى شوي ول .

د کندهار د محله جات عمليات په دغه ولايت کې د اميد په نوم د لويو عملياتو يوه برخه ده چې ښکاري مشري او ډېرواک يې د افغان ځواکونو پر غاړه دى .

په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه هم د کندهار په محله جات کې د افغان سرتېرو له برياليو عملياتو خوښي څرګندوي او باور يې دادى چې ددوى په مټ روزل شوي افغان ځواکونه اوس کولى شي په خپلواکه توگه عمليات وکړي .