د اختر په وياړ ، د ملا محمدعمر پيغام او که سياسي تګلاره

Image caption د ملامحمد عمر سږنی پيغام د ډېرو نويو ټکو په لرلو سره له پخوانيو هغو سره توپير لري . هغه له پخوانيو مجاهدينو غوښتي چې له طالبانو سره يوځای شي.

د طالبانو مشر ملا محمد عمر د کوچني اختر د را رسېدو او د روژې د مياشتې د پای ته رسېدو په وياړ يو پيغام خپور کړی دی .

رسنيو ته استول شوي دغه پيغام کې ملامحمد عمر د ځان پر برياليتوب ټينګار کړی او وړاندوينه يې کړې چې ناټو او نور بهرني ځواکونه به په افغانستان کې ماتې خوري .

ملامحمد عمر په دې وروستيو څو کلونو کې د ملي –مذهبي ورځو په وياړ پپغامونه خپروي خو نوی پيغام يې د هغو ژبې ، سياسي مسايلو او روانو حالاتو ته د کتنې له اړخه له پخوانيو هغو سره توپير لري .

د طالبانو مشرته د رسنيو لاسرسی نشته او په غالب ګمان د هغه د خپلو پلويانو او جنګياليو د ډلې زياته برخه نه هغه ليدای شي او نه ورسره خبرې اترې کولای شي .

خو په دې ورستيو کلونو کې يې رسنيو ته رسېدونکي پيغامونه يو له بله داسې توپير لري چې د ورستيو هغو خبرې د هغه پر خپلو پلويانو سربېره ، عامو خلکو او ان هغو کسانو ته چې دی يې خپل دښمنان ګڼې جدي او نوې دي .

د 2004 او 2005 کلونو پيغامونه د پاڼې په يوه مخ کې ځايېدل ، چې په تر څ کې يې خلکو ته اخترمبارکي ويلې وه او خپلو پلويانو ته يې ويلي ول چې جهاد وکړي .

د تېر کال پيغام يې يو څه اوږد و او په ترڅ کې يې دلوېديزو هېوادونو اوسېدونکو ته ويلي ول چې پر افغانستان يرغل شوی او دلته د دوی د سرتېرو پاتې کېدل د منلو وړ نه دي .

دغه راز يې د تېر کال د پيغام په ترڅ کې اشاره کړې وه چې که بهرنيان افغان پرېږدي نو طالبان به د ګاونډيانو په ګډون هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه کړي.

سږنی پيغام

د ملامحمدعمر د تېر کال د پيغام اصلي ټکی د بهرنيو ځواکونو وتل و، خو د سږني پيغام ژبه يې داسې ده لکه چې اوس لا بهرنيان وتلي وي .

د کوچني اختر په وياړ د هغه پيغام يوې سياسي تګلارې او کړنلارې ته ورته دی چې دبرياليتوب خبرې کوي، د بهرنيانو پر سياست غږېږي او د راتلونکي سياسي نظام جوړښت تشريح کوي .

په ټوله کې ويل کېدای شي چې د طالبانو مشر سږ کال د اختر په پلمه ډېرو کړيو ، ولسونو او هېوادونو ته بېلابېل پيغامونه استولي دي .

د سږ کال په پيغام کې ملامحمد عمر بهرني پوځيان پر امريکايي او غيرامريکايي هغو وېشلي دي ، دغه راز د پخوا په څېر د (( صليبي جګړې)) خبرې هم پکې نه تر سترګو کېږي .

په پيغام کې غيرامريکايي پوځيانو او ځواکونو ته ويل شوي چې تر څو پورې به د امريکا د ګټو لپاره جنګېږي ؟ او هغه هم د اسې يوه جګړه چې خپله امريکايي جنرالان يې پر ماتې اقرار کوي .

د پيغام هغه خبرې چې امريکا ته شوې ټولې د امريکا ولس ته متوجه دي او ورته وايي چې په افغانستان کې ستاسې پيسې ، د سرتېرو ژوند او د هېواد اعتبار بېځايه له منځه ځي .

خو ددې ترڅنګ هغه د امريکا ولس ته خبرداری هم ورکړی چې که خپل سياستوال اړ نباسي چې له افغانستانه ووځي نو په هغه صورت کې به يې دده په وينا ((امپراتوري )) ړنګه شي .

د پيغام نوی ټکی

د ملامحمدعمر په سږني پيغام کې يو بله نوې خبره د پخوانيو جهادي رهبرانو په اړه ده چې ده به پخپل وخت کې ورته د ((شر او فساد)) اصطلاح کاروله.

که څه هم دغو رهبرانو د سپټمبر پر اتمه په يوه غونډه کې طالبان د ترهګرو په نومونو ياد کړل او نړيوال يې له دې امله ملامت کړل چې هغوی يې له منځه يو نه وړل او يا يې نه شي وړای ، خو د ملامحمد په پيغام کې دغه کسان پخواني مجاهدين بلل شوي او بلنه ورکول شوې چې له طالبانو سره يوځای شي .

د ملامحمدعمر د پيغام په يوه برخه کې راغلي : (( که تاسې د يرغلګرو امريکايانو په ليکو کې د خپلې درېدا لامل د اسلامي امارت د ځينو مجاهدينو نيمګړتياوې بولیء نو راشیء امريکايان پرېږدیء او د خپلو مسلمانو وروڼو په څنګ کې په درېدلو سره دغه نيمګړتياوې له منځه يوسیء. ))

د طالبانو مشر د پخوانيو جهادي رهبرانو او ولسمشر کرزي د اختلاف په اړه هم څرګندونې کړې او ويلي يې دي چې په اوسني دولت کې د مجاهدين سپکاوی کېږي .

هغه زياتوي: (( که يې له مجاهدينو(طالبانو) څخه وېره نه کېدای نو تاسې به يې تر دې هم ذليل او خوار کړي وای . ))

د مجاهدينو د سپکاوي مسله هغه څه دي چې پخپله مجاهدين هم پرې يو ډول اقرار کوي . د سپټمبر پر نهمه د شهيد د اونۍ په وياړ يوې غونډې کې ځينو پخوانيو رهبرانو او مشرانو پر حکومت نيوکه کوله چې له مجاهد سره يې چلند ناسم او څنډې ته کړي يې دي .

د جمعيت اسلامي ګوند مشر برهان الدين رباني خو لا دا هم وويل چې د بن له کنفرانسه د مجاهدينو د بدې ورځې او ګوښه کولو پيلامه وشوه.

د ملامحمدعمر په پيغام کې د نشه يي توکو او فساد پر ضد د مبارزې يادونه هم شوې، پر اسلامي نړۍ غږ شوی چې د طالبانو د مبارزې ملاتړ وکړي او بل مهم ټکی دا دی چې ژر تر ژره يې د خپل برياليتوب زېری ورکړی دی .