ايتلافي ځواکونه: په کابل کې مو يو طالب قوماندان وواژه

Image caption ايتلافي ځواکونه وايي په دغو هوايي بريدونه کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .

په افغانستان کې مېشت ايتلافي ځواکونه وايي په کابل کې يې د يوه هوايي بريد په پايله کې د نور محمد په نوم يو مشر طالب قوماندان وژلی دی .

د ايتلاف په وينا نورمحمد د سړک غاړې په ماينونو او په کابل کې په کېدونکو ځانمرګو بريدونو کې لاس درلود.

دغو ځواکونو ويلي پېښه د کابل په موسيي ولسوالۍ کې تېره شپه شوې ده .

دوی وايي نور محمد له څو اونيو راهيسې استخباراتي سرچينو څاره.

د ايتلافي ځواکونو ويناپاڼه وايي چارواکو هم ددې خبرې پخلی کړی چې نور محمد د سپټمبر تر اتلسمې مخکې ، چې د ولسي جرګې د ټاکنو ورځ ده په کابل کې د بالقوه بريدونو پلانونه جوړ کړي ول .

د امريکايي هوايي ځواکونو يوه قوماندان جيمز ډيکنيز ويلي دا ډېر بريالي هوايي بريدونه ول چې د ډېرو خطرناکو بالقوه بريدونه مخه يې ونيوه.

هغه ويلي: (( افغانان کولای شي د بريدونو له ويرې پرته رايې وکاروي، موږ هغوی تعقيبوو او تر دې مخکې چې هغوی خپل پلان عملي کړي موږ يې پر وړاندې ګام اخلو.))

له نور محمد سره دهغه دوو ملګرو هم وژل شوي او ايتلافي ځواکونه وايي بريد تر هغه وروسته وشو چې استخباراتي سرچينو په سيمه کې د ولسي وګړو د نشتوالی پخلی وکړ.

ويناپاڼې ويلي تر هوايي بريد وروسته سيمې ته ځمکني ځواکونه ورغلل او هغوی هم ددې پخلی وکړ چې نور محمد له خپلو د وو ملګرو سره وژل شوی دی .

دغه راز په سيمه کې وسلې او د سړک غاړي ماينونه او چاوېدونکي توکي هم موندل شوي دي .

طالبانو يا نورو وسلوالو ډلو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

موسيي د کابل په سوېل ختيځ کې پرته ولسوالۍ ده .