په تېرو ټاکنو کې د 'نویو درغلیو' موندنې

Image caption نه وې بلکې شميره يې لسگونو زرو ته رسيږي. راپور په گوته کوي چې د ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې ځينې نوماندان د وړتياو او ښې پيژنگلوۍ له کبله بريالي شول خو يو شمير بيا ددرغيلو او ټگيو برگيو په پايله کې بريالي وبلل شول.

اى ،اين، اين يانې د افغانستان د شنونکو شبکې د افغانستان د ولايتي شوراگانو د تيرو ټاکنو په اړه يو راپور خپور کړى او هغه يې د تيرو ولسمشريزو ټاکنو په پرتله له درغليو ډکې موندلې دي.

د يادې شوې ادارې چارواکي وايي چې يوازې د ټاکنو پر ورځ نه بلکې تر هغې په راوروسته مهال کې هم د ځينو نوماندانو په گټه راى اچول شوي شوي دي.

راپور په ځينو سيمو کې دداسې مرکزونو جوړولو خبره هم کوي چې د ټاکنو د کميسون په نوملړ کې نه يې نومونه نه وو.د افغانستان د شنونکو شبکه وايي چې ددې راپور خپرولو موخه يې څارونکو او رسنيو ته دا پيغام ورکول دي چې ددغه راپور په رڼا کې د ولسي جرگې ټاکنې په ښه توگه او تر پايه پايه وڅاري.

د افغانستان د شنونکو شبکه وايي ددغه نوي راپور له خپرولو يې موخه دا خبره په ډاگه کول دي چې د ولايتي شورا گانو ټاکنې په رښتيا سره څنگه تر شوي.

بله دا چې له دغو ټاکنو څخه د ولسي جرگې د راتلونکو ټاکنو په برخه کې،خلک څارونکي او رسنۍ څه زده کولاى شي.

د اى ،اين،اين يانې د افغانستان د شنونکو د شبکې يوه موندنه داده چې د ولايتي شوراگانو ټاکنې د تيرو ولسمشريزو ټاکنو په پرتله ډيرې گډې وډې وې او ددرغلۍ کچه په کې لوړه وه.وايي د ٢٠٠٩ ميلادي کال د ولايتي شوراگانو ټاکنو ته تر کتو وروسته د ولسي جرگې د راتلونکو ټاکنو په اړه انگيرنه کيدى شي.

د اى اين اين يوه چارواکې مارټين وا بيجلرټ وايي چې درغلۍ يوازې د راى ورکونې پر مهال نه دي شوي بلکې تر هغې وروسته هم د ځينو نوماندانو په گټه صندوقونه ډک شوي دي.

له همدې کبله اغلې بيجلرټ وايي چې دا ځل بايد څارونکي او رسنۍ د ټاکنو تر وروستيو شيبو څارنه وکړي چې څه پيښيږي:

(( همدا راز دا د ټاکنو څارونکو ادارو او رسنيو ته يو پيغام دى،که غواړي چې پوه شئ چې د ټاکنو په ترڅ کې څه تيريږي،نوتاسې بايد تر پايه پايه پام وکړئ،اود راى اچونې تر ورځې وروسته به يې ډير ژر نه پريږدئ.))

راپور ښيي چې د ولايتي شوراگانو د ټاکنو په ترڅ کې د نورو ولايتونو په پرتله کند هار ،غزني او پکتيکا ولايتونو کې ډيره درغلي شوې وه.

وايي په دغه سيمه کې د راى اچونې ځينې داسې مرکزونه او ځايونه يرانستل شوي وو چې د مرکزونو په ټاکل شوي نوملړ کې نه وو په گوته شوي، د راپور له مخه په کندهار کې ددغه راز ناقانونه مرکزونو شمير ٥١ په غزني کې ٤٤ او په پکتيکا کې ٣٠ ته رسيدۀ.

Image caption راپور په ځانگړي ډول د سيمه یيزو سرغړونو د مخنيوي وړانديز کوي،چې څار يې د ښاري سيمو په پرتله ستونزمن بريښي.

وايي په دغو مرکزونو کې د راى ورکونې تر ورځې وروسته هم د ځينو نوماندانو په گټه درغلي شوې ده، چې دغه درغلې رايې لږې نه وې بلکې شميره يې لسگونو زرو ته رسيږي.

راپور په گوته کوي چې د ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې ځينې نوماندان د وړتياو او ښې پيژنگلوۍ له کبله بريالي شول خو يو شمير بيا ددرغيلو او ټگيو برگيو په پايله کې بريالي وبلل شول.

د اى، اين، اين چارواکي وايي چې تيرې ټاکنې اوس له لاسه وتلي دي خو په راتلونکو ټاکنو کې بايد ددغه راز سر غړونو مخه ونيول شي.

راپور په ځانگړي ډول د سيمه یيزو سرغړونو د مخنيوي وړانديز کوي،چې څار يې د ښاري سيمو په پرتله ستونزمن بريښي.

راپور د ولسي جرگې د راتلونکو ټاکنو روڼاوى تر ډيره په دې پورې هم تړلى بولي چې د ټاکنيزو شکايتونو د کميسون چارواکي ددرغليو له ادعاو سره څه کوي.

اى، اين، اين يوه نوې جوړه شوې خپلواکه ټولنه ده چې په دې وروستيو کې جوړه شوې ده چې موخه يې د گڼو شنونکو تجربې او پوهه يو ځاى کول او په مټ يې د افغانستان اوسنۍ ريښتينولۍ برسيره کول دي.

ورته مطالب