پيټرېیاس: په نړیوالو قراردادونو کې د افغانانو ونډه زیاتېږي

جنرال ډېوېډ پيټرېیاس
Image caption په افغانستان کې د نړیوالو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان وايي په نړیوالو قراردادونو کې به د افغاني شرکتونو ونډه زیاتېږي او د انحصار غوښتنې مخه به تر ډېره ونیوله شي.

د افغانستان حکومت د ناټو لخوا بهرنیو او کورنیو خصوصي شرکتونو ته د قراردادونو د نویو مقرراتو د وضعه کولو هرکلی کړی دی.

د افغانستان د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر هیله ښودلې چې د ناټو لخوا دغه نوي مقررات په هېواد کې د اداري فساد له مخنيوي سره مرسته کولی شي.

په دغو نویو مقرراتو کې هغه شکایتونه په پام کې نیول شوي چې ویل کېږي، په تېرو نهو کلونو کې نړیوالې ټولنې میلیاردونه ډالر په افغانستان کې لګولي، خو د عامو خلکو په ورځني ژوند کې د پام وړ کوم ښه والی نه دی راغلی.

دغه نوي مقررات په افغانستان کې د نړیوالو او امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس لخوا وضعه شوي، چې تېره ورځ (یکشنبه، د سپتمبر ۱۲مه) یې رسنیو ته لاره ومونده.

په دغو نویو مقرراتو کې هغه اندېښنې او شکایتونه هم په پام کې نیول شوي، چې ویل کېږي د امریکا د پوځ له لوري ځينې قراردادونه په ځينو مواردو کې د جګړې له هڅو سره په ټکر کې دي.

د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ويلي که د امریکا د پوځ قراردادونه په سمه توګه وڅارل شي، له اقتصادي ودې سره به مرسته وکړي د افغان دولت او ناټو موخو ته به مثبت ځواب وویلی شي.

خو په وینا یې که چېرې دغه پيسې په ناسمه توګه او له څارنې پرته ولګول شي، ښايي تر ډېره به وسله وال مخالفین او جنایتکارې ډلې ناوړه ګټه ترې پورته کړي، او د اداري فساد ډېرېدو ته به لمن ووهي.

Image caption د امریکا د پوځ د قراردادونو د برخې مسؤول امیرالبحر کاتلین دوسالت په دې وروستیو کې ویلي وو چې له ۲۰۰۸ کال راپدېخوا په افغانستان کې د امریکايي عسکر د لګښت کچه يو پر درې ډېره شوې ده.

افغان او بهرني خصوصي قراردادیان د ناټو ځواکونو د ترانسپورت، امنیت، ادارې روزنې او بیارغونې په برخه کې د امریکايي ځواکونو او ناټو ځینې قراردادونه پلی کوي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، که څه هم داسې وړاندوېینه کېږي، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر قراردادونو ۱۴ میلیارد ډالرو کلنی لګښت راځي، په دې اړه لا دقیقه شمېره چا ته مالومه نه ده.

د امریکا د پوځ د قراردادونو د برخې مسؤولې امیرالبحر کاتلین دوسالت په دې وروستیو کې ویلي وو چې له ۲۰۰۸ کال راپدېخوا په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د لګښت کچه يو پر درې ډېره شوې ده.

خو د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د نړیوالو قراردادونو په اړه لا له وړاندې اندېښنه ښوولې وه، چې په وینا یې عامو خلکو ته د دغو قرارداونو هېڅ ګټه نه رسېږي.

ښاغلي کرزي ويلي وو چې د دغو قراردادونو زیاتره پيسې د لویو، کوچنیو قراردادیانو او کمیشن کارانو جیبونو ته لوېږي.

افغانان داسې شکایت کوي، چې په وینا یې، د قراردادونو د لاسلیک په پروسه کې تر ډېره یو ځانګړی شرکت او یا یو خاص کس تر نورو هغو ډېر قراردادونه ترلاسه کوي.

په افغانستان کې د نړیوالو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان وايي په نړیوالو قراردادونو کې به د افغاني شرکتونو ونډه زیاتېږي او د انحصار غوښتنې مخه به تر ډېره ونیوله شي.

ورته مطالب