'په تخار کې د ایساف برید بهرنی اورپکی نه، ولسي خلک وژلي'

تخار
Image caption افغان چارواکو ويلي په تخار کې د ایساف په برید کې ټول وژل شوي ولسي وګړي ول.

افغان حکومت د سوله ساتو يا ايساف ځواکونو هغه خبره رد کړه چې په تخار کې يې د وږي د ١١ بريد کې يو مهم بهرنی اورپکي په نښه کړى وو.

افغان حکومت وايي د کانديد عبدالوحيد خراساني د کمپاين پرمهال وژل شوي ټول افغانان او عام خلک وو.

د ولسمشر حامد کرزي د وياند مرستيال سيامک هروي د هغې پېښې په تړاو د حکومت ترسره شويو پلټنو ته اشاره کوي:

''د افغان حکومت چې کومې پلټنې تر سره کړي لس ملکي وگړي په دغه پيښه کې وژل شوي او زموږ د پلټنو پر بنسټ هېڅ بهرنى وگړى په دغه ډله کې نه وو که کوم افغان کس چې له ترهگرو ډلو سره يې اړيکې لرلي وو نو بايد د هغه د نيولو يا وژلو لپاره داسې گامونه پورته شوي واى چې هېڅ ملکي وگړى نه واى وژل شوى، موږ يو ځل بيا په کلکه د ملکي کسانو وژل کېدل غندو. ''

د روانې سپتمبر پر دویمه/ د وږي پر ۱۱مه بهرنيو ځواکونو په تخار ولايت د ولسي جرګې د يوه نوماند عبدالوحيد خراساني د کمپاين پر کاروان بريد کړی دی .

د تخار د والي وياند فيض محمد توحيدي بي بي سي ته ويلي وو په بريد کې خپله خراساني او شاخوا ۲۰ تنه نور ټپٍيان شوي دي.

دغه راز هغه وويل چې په پېښه کې شپږ تنه وژل شوي دي هم دي او کېدای شي ځينې ټپيان هم ساه ورکړې .

پېښه د پېنجشنبې پر سهار هغه مهال وشوه چې د ښاغلي خراساني د کمپاين کاروان ددغه ولايت روستاق ولسوالۍ ته روان و.

راپورونه وايي دوو جيټ او دوو چورلکو پر دغه کاروان بمبار کړی دی .

په تخار ولايت کې امريکايي او جرمني ځواکونه مېشت دي چې کېدای شي بمبار هم دوی کړی وي .

خو ايساف تر دې مهاله په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی .

که دغه بمباري جرمني ځواکونو کړې وي نو دا په تېرو دوو کلونو کې دويمه لويه پېښه ده چې په شمال کېږي او جرمنيان پکې لاس لري.

تېر کال په کندوز ولايت کې جرمنيانو پر هغو ټانکرونو بمباري وکړه چې طالبانو برمته کړي ول او لسګونه ولسي وګړي يې ووژل .

دغه پېښه ددې لامل شوه چې د جرمني څو لوړ پوړي چارواکي استعفاوې وکړي.

ورته مطالب