د ولسي جرګې کاندیدان د انټرنېټ له لارې سیالۍ کوي

.
Image caption دډېر په باور د تبليغاتي کمپاين د نورو لارو تر څنګ انلاين پر ليکه تبليغات هم کولای شي چې خپله ونډه ولري.

په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنو ته ولاړو نوماندانو دلومړي ځل لپاره ولسمشرۍ ته ولاړ نوماندي له انټرنټي يا پر ليکه تبليغاتو څخه کار اخلي .

پر پوسټرونو، انځورونو او نورو سربېره دا مهال ډېر کانديدان د انټرنېټ له لارې کمپياين کوي او په ورځپاڼو او ټلوېزيونونو کې اعلانونه کوي .

دغه راز غونډې جوړوي او له خلکو سره ناستې ولاړې کوي.

د کمپاين پر بېلا بېلو لارو هڅه کوي چې د خلکو باور او بيا رايه وګټي .

ډېری نوماندانو په ښار کې لوی لوی پوسټرونه ځوړند کړي خپل انځورونه يې پرې لګولي او ډول ډول شعارونه يې پرې ليکلي دي .

ځينې نور بيا د انټرنټ په مرسته کمپيان او تبليغات کوي

د افغانستان ولسمشرۍ ته ولاړو لسګونه نوماندانو اوس دغې لارې ته مخه کړې ده او خلکو ته دخپلو پروګرامونو او کړنو په اړه معلومات ورکوي .

د افغانستان دمخابراتو وزارت چارواکي وايي چې دا مهال په دې هېواد کې دوه ميليونه کسان انټرنېټ ته لاسرسی لري

Image caption ځينې کاندیدان د فېسبوک په څېر په ټولنيزو وېبپاڼو کې خلکو ته خپل پيغام رسوي.

د پرليکه تبليغاتواو د کانديدانو د کمپاين په اړه په کابل کې زموږ همکار هميم جلالزي دا ځانګړی راپور برابر کړی دی.

افغانستان ته د انترنزټ له راتګ څخه د ګوتو په شمېر کلونه تېر شوي دي او لا هم يواځې په لويو ښارونو او دفترونو کې خلک ورته لاسرسی لري.

خو که نورخلک پکې برېښناليک، پرليکه بانډار، مطالعه ،دفتري کارونه او نورو ساتيري کوي مګر دافغانستان ولسمشرۍ ته ولاړ کانديدان پکې خپل تبليغاتي کمپاين پر مخ بيايي .

ولسمشريزو ټاکنو ته له ولاړو يو څلوېښت کسانو څخه شاوخوا نيمايي کانديدان ياخپلې ځاني ويبپاڼې لري او يا دنورو ډلو ويبپاڼې ورته تبليغات او کمپاين کوي .

دغه راز دګوګل، ياهو او فيس بوک ويبپاڼې هم اوس دافغانستان دکانديدانو ويډيوګانې او پيغامونه په ليکلې او انځورېزه بڼه خپروي .

د تاند، لروبر، ټول افغان، بېنوا او يو شمېر نورو افغان ويبپاڼو په څېر يو شمېر خپلواکې هغه بيا د رايې ورکولوانلاين يا پرليکه امتحاني فورمونه جوړ کړي او خلک په کې دخپلې خوښې دنوماند پر نامه دکمپوټر ټنۍ کېکاږي او رايه ورکوي .

دا چې په افغانستان کې انلاين تبليغاتو ولې مخ پر ډېرېدودي ډېر لاملونه لري خو يو افغان کمپيوټر پوه او ويب ډيزانير اسرار احمدکريمزی مهم هغه راته داسې په ګوته کوي .

د انلاين تبليغاتو يوه بله ګټه داده چې نن سبا په نړۍ کې ټولې رسنۍ دمعلوماتو زياته برخه له انټرنټ څخه اخلي .

ډېری افغان خبريالان اوس اوس دخپل ورځي کار تر پيل مخکې دنورو تر څنګ دکانديدانو ويبپاڼې هم په دې موخه ګوري چې که نوي معلومات ورڅخه ترلاسه کړي .

خو اوس پوښتنه داده چې په افغانستان کې څومره کسان انټرنېټ ته لاسرسی لري او دکانديدانو تبغليات کتلای او لوستی شي .

د کانديدانو هرې ويبپاڼې ته چې سړی ورشي نو له ډول ډول شعارونو سره مخ کېږي.

د ځان په اړه معلومات، خپل انځورونه او ان په يو شمېر ويبپاڼو کې خو دخپلو سيالانو پر ضد تبليغاتي ليکنې او ويناوې ليدل کېږي .

له بلې خوا ډېری هغه کسان چې انټرنټ ته لاسرسی لري ځوانان دي .

Image caption ځينې کاندیدان ځانګړې وېبپاڼې لري، چې په مټ یې تر خلکو پورې د خپل ژوند کارنامې او پيغامونه رسوي.

د کارپوهانو په بارو دوی تر بل هر چا زيات احساسي او ژر اغېزمندونکي دي .

د ټولنيزو چارو يو کارپوه داوود راوش وايي چې ځوانان دداسې ويناو تر اغېز لاندې خپل انتخاب له لاسه ورکوي .

د ډېر په باور د تبليغاتي کمپاين د نورو لارو تر څنګ انلاين پر ليکه تبليغات هم کولای شي چې خپله ونډه ولري.

خو په افغانستان غوندې ټولنه کې چې ډېری وګړي يې نالوستي دي دټاکنو په پايلو به يې اغېزه ډېره لږه وي .

ورته مطالب