کونړ: مالدارۍ ته دروند زيان اوښتى

غوښه خرڅوونکی
Image caption په عمومي توګه په افغانستان کې د غوښې بیه لوړه شوې ده.

کونړ ددې هېواد د هغو ولايتونو په شمېر کې دى چې ورشو او غرنى جوړښت ېې د نورو موخو تر څنګ د مالدارۍ لپاره سم برابر دې.

ددې سيمې دره والو او غرنيو استوګنو د ګوتو په شمير کلونه وړاندې د مالونو د ډېروالي او زياتې ورشو د درلودو له اړخه له يوه بل سره سيالي کوله.

خو اوس ېې د بېلابېلو لاملونو له مخې هغه خوند نه دى پاتي، د کونړ له يوه اوسېدونکى به واورو چې د مالدارۍ د کمزورتيا پرعواملو غږېږي:

((يوه خبره خو دا ده چې په تېرو څو کلونو کې د خلکو د ژوند سطحه يو څه لوړه شوه، يو شمېر داسې خلک چې پخوا ېې مالداري ډېره وه اوس يې د ژوند جوړولو نورو ﻻرو ته مخه کړې، بله دا چې په هر ځاى کې ښوونځي جوړ شول مخکې چې به يو چا خپل زوى په وزو پسې لېږه اوس يې مکتب ته استوي، او ځينې نورعلتونه يانې د څړځايونو اوورشوګانو په لوى لاس ويجاړي ددې سبب شوه چې مال ساتنې خواته پام راکم شو.))

اوس د کونړ په مرکزاو نورو سيمو کې د پاکستان راغلې مېښې حلالېږي او د وړوکي مال غوښه هغه د خلکو خبره د مېږي سترګې دي.

ددې ځاى يو غوښه پلورونکى ميراخان وايي د دې ځاى خپل څاروي اوس نورو سيمو ته وړل کېږي ځکه هلته تر دې ځای د غوښې بيه لوړه ده.

دى وايي نا قانونه ټيکس بيعه نوره هم لوړه کړې، د ميرا خان په باوراوسني نا خوندي حالت چې د شپنو اورموژوند له ګواښ سره مخامخ کړى او پر پوند ګرۍ ېې خورا بد اغېز کړى:

((اته يا لس کاله مخکې به خلکو مالونه په غرونو کې ساتل په اواره کې خو نه ساتل شي، هغه وخت په غرونو کې ډېر ډزډوز نه وو، اوس چې طالبان صاحبان په بيزونو ډزې وکړي انګريزان بيا هغه علاقه وولي، نو ددغې وجې نه مالداري کمه شوه.

دا وارې مال غوا او خوسکي بيا جلال اباد ته روان دي ځکه هلته يوه کيلو غوښه په ۳۰۰ ده او په کابل کې په ۴۰۰، زه پخپله له پاکستان نه مالونه راوړم، په يوه ګاډي کې ۱‍۶ مېښې راوړل کېږي او پرمټ يا جواز يې په دوه سوه زره کلدارې دى هغه هم ازاد نه دى، کله چې سرحد ته راورسي بيا يې په غرونو راولو، په افغانستان کې هم په يوه مېښه ۲۰۰۰ روپۍ اخلي، نو په په يوه مېښه تقريباً ۲۰ یوویشت زره مصرف راځي او نرخ يې هم لوړېږي.))

Image caption که څه هم چارواکي مالدارۍ ته د ودې او پرمختيا ظاهرې خبرې کوي، خو د څارويو کموالى يې د ادعا بې ثبوتي ښيي.

پر دې سربېره چې د سيمه ييزې مالدارۍ تشه په پاکستانې څاريو تر يوې کچې را ډکه شوې تر ډېره په ماشين کې پر را لويو شوو چرګانو تکيه کېږي.

که څه هم چارواکي مالدارۍ ته د ودې او پرمختيا ظاهرې خبرې کوي، خو د څارويو کموالى يې د ادعا بې ثبوتي ښيي.

که له يوې خوا چاپېريالي اغېزو او عواملو د مالدارۍ شغل او بوختيا ته زيان رسولی، غوښې يې راکمې کړې او بيعې يې بې سارې لوړې کړي، کوچ، پنير غوړې او له دغې لارې نوره لاس ته راوړنکې ګټه وټه چې يو وخت يې سيمه یيز اقتصاد جوړاوه په خورا بد اکر (وضعیت) شوې.