امنيتي ځواکونه: د ټاکنو امنیت ته پوره چمتووالی لرو

د تېرو ټاکنو عکس ګورﺉ
Image caption د دفاع وزارت وايي چې د ټاکنو د امنیت لپاره یې زرګونه سرتېري ګمارلي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت او په افغانستان کې مېشت ایساف ځواکونه وايي، چې د ولسي جرګې د ټاکنو د امنیت لپاره پوره چمتووالی لري.

د افغان امنيتي چاروکو په وینا، دا مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر ۶۳ زرو ډېر امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظيمي وویل د ټاکنو د امنیت د ټينګولو لپاره په کافي اندازه ځواکونه ګمارل شوي دي:

''د ملي اردو تر ۱۴۰ زرو سرتېري د ټاکنو په بېلابېلو برخو کې د امنیت په ټينګښت کې ګډون لري، او تر ۱۰۰ زرو ډېر پولیس، چې د کورنیو چارو وزارت به یې اعلان وکړي، هم برخه لري، همداراز د ملي امنیت لسګونه زره کسان په دغو عملیاتو کې برخه اخلي. او د ناټو ځوکونو ۱۵۰ زره ځواکونه د دغو سرتېرو ملاتړ کوي، د ځواکونو دا شمېره په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د امنتي ځواکونو له شمېرې ډېره زیاته ده.''

ښاغلی عظيمي زياتوي دامهال افغان امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري، چې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پرتله اوس د ولسي جرګې د ټاکنو امنیت په ښه توګه ونیسي.

د هغه په وینا، له ټاکنو وروسته به د اړتیا تر وخت پورې امنيتي ځواکونه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پاتې شي.

پر همدې مهال په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو هم ويلي، چې د پارلماني ټاکنو په ورځ به د افغان امنيتي ځواکونو بشپړ ملاتړ کوي او تر خپله وسه به هڅه وکړي چې د وسله والو طالبانو او یا نورو مخالفینو د بریدونو مخه ونیسي.

د ایساف ځواکونو ویاند واین وایلر وايي ایساف به د اړتیا پرمهال به د افغان ځواکونو مرستې ته ورودانګي:

''ایساف ځواکونه د حمایې رول لوبوي، دوی به د ټاکنو په ورځ په درېیم او څلورم امنیتي کمربند کې وي. دغه لیکې د استخباراتي مالوماتو د راکړې ورکړې، چټک غبرګون، د ځمکني او هوايي لوژيستيکي مرستو، د تګ راتګ د ازادۍ او د عاجلې طبي او لوژيستيکي مرستو لپاره وي.''

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د روانې سپتمبر میاشتې پر ۱۸مه/ چې د وږي له ۲۷مې سره برابره ده، د راتلونکې شنبې پر ورځ کېږي.

وړاندې انتخاباتي چارواکو او نوماندانو د هېواد په ځينو برخو کې د ناامنیو په اړه اندېښنه ښوولې وه، خو امنیتي چارواکي ډاډ ورکوي، چې تر خپله وسه به د ممکنه ناامنیو مخه ونیسي.

ورته مطالب