ګېټس: سرتېري به مو د افغان ټاکنو په امنيت کې مرسته وکړي

Image caption د طالبانو له ماتې وروسته دا د ولسي جرګې لپاره دويم ځل ټاکنې دي .

د افغانستان د ولسمشرۍ له ټاکنو څه باندې يو کال وروسته به سبا (شنبه) ميليونونه افغانان د ولسي جرګې په ټاکنو کې د رای ورکولو صندوقونو ته ولاړ شي .

دا مهال چې ټاکنو ته شاوخوا شل ساعته وخت پاتې دی د ټولو پام په دې راټول دی چې د حامد کرزي په مشرۍ افغان حکومت به تر کومه بريده د بې پرې ، ازادو او عادلانه ټاکنو په ترسره کېدو وتوانېږي.

ددې ترڅنګ به سبا دا هم معلومه شي چې افغان حکومت د رای ورکوونکو ، انتخاباتي کارکوونکو او د رايو د مرکزونو د امنيت په خوندي کولو کې څومره بريالی خېژي.

خو سره له دې چې په وروستيو مياشتو کې د ناامنيو کچه لوړه شوې ، افغان حکومت بيا هم خلکو ته د امنيت له اړخه ډاډ ورکړی دی .

د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو پر خلکو غږ کړی چې له وېرې پرته خپلې رايې د خپلې خوښې وړ نوماند ته ورکړي.

خو خبره هومره ساده هم نه ده ځکه د دولت مخالفينو او وسلوالو طالبانو لا له وړاندې د ټاکنو د ګډوډولو او بريدونو ګواښونه کړي دي .

له همدې وېرې ډېری نوماندان وايي چې د ټاکنو لپاره يې سم کمپاينونه هم نه دي کړي .

دغه وېره د ټاکنو کمېسيون هم په ډاګه کړې او وايي له دې سره سره چې د ټاکنو کېدو ته چمتو دي خو د امنيتي حالت په تړاو اندېښمن دي .

خو امريکا چې په افغانستان کې يې لسګونه زره سرتېري له ترهګرۍ سره په مبارزې بوخت دي وايي د افغانستان د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره سم امنيت نيول شوی دی.

د دغه هېواد دفاع وزير رابرټ ګېټس ويلي امريکايي سرتېري به په دغه بهير کې د افغان امنيتي ځواکونو ملا وتړي.

د امنيتي ستونزو له کبله په تېرو شاوخوا لسو اوونيو کې د څلورو کانديدانو په ګډون له انتخاباتو سره تړلي ۱۹ کسه وژل شوي دي.

سبا به د ۲۴۹ پارلماني څوکيو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کانديدان د سيالۍ ډګر ته را ووځي.

د پارلماني ټاکنو لومړنۍ پاېلې به د اکتوبر په لومړيو کې او وروستۍ هغه به يې د همدې مياشتې په وروستۍ نېټه اعلان شي.