دوه نوماندان او د ټاکنو اته کارکوونکي تښتول شوي

هرات
Image caption دا په هرات کې له ټاکنو سره تړلې درېيمه لويه پېښه بلل کېږي.

ناڅرګندو کسانو په هرات کې د ولسي جرګې يو نوماند له خپلو دريو ملګرو سره يوځای تښتولی دی .

ويل کېږي نوماند صفي الله مجددي د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې وړمه شپه تښتول شوی. ځايي پوليس د پېښې په اړه د ډېرو جزياتو له ورکولو څخه ډډه کوي .

پوليس دا نه وايي چې ښاغلی مجددي چا او ولې تښتولی خو دومره وايي چې نوموړی ژوندی دی او د جمعې پر سهار يې له خپلې کورنۍ سره ټېلفوني خبرې کړې دي .

د صفي الله مجددي کورنۍ هم د جمعې د ورځې پر سهار له خبريالانو سره خبرې وکړې او ويې ويل ښاغلی مجددي ناڅرګندو کسانو تښتولی دی .

دوی هم د هغه د تښتونې په اړه ډېر جزيات نه دي ورکړي چې ولې او چا تښتولی دی.

تر اوسه پورې هېچا هم د ښاغلي مجددي د تښتونې مسوليت نه دی منلی او نه يې هم د تښتونې انګېږه معلومه ده .

دا په هرات کې له ټاکنو سره تړلې درېيمه لويه امنيتي پېښه ده .

تر دې وړاندې په دغه ولايت کې د يوې نوماندې فوزيه ګيلاني د کمپاين پېنځه غړي ناڅرګندو کسانو د دغه ولايت له فارسي ولسوالۍ څخه تښتولي ول .

ددغو کسانو د تښتونې مسوليت طالبانو پر غاړه اخيستی و او مړي يې د اګست پر 29 د هرات له ښاره د باندې په يوه سيمه کې وموندل شول .

دغه راز د شينډنډ په ولسوالۍ کې د عبدالمنان هاشمي په نوم يو نوماند وسله والو طالبانو د تراویح د لمانځه پرمهال په ډزو وویشت چې روغتون ته تر لېږدېدا وروسته یې ساه ورکړه.

د هرات د ګاونډي ولايت بادغيس په مقر ولسوالۍ کې بيا د ټاکنو اته کارکوونکي تښتول شوي دي .

Image caption په بادغيس ولايت کې وسلوال طالبان تر پخوا فعال شوي او پر دولتي اهدافو بريدونه کوي.

پوليسو تر اوسه پورې څه نه دي ويلي خو ددغه ولايت د ټاکنو د سيمه ييز د فتر مشر عبدالرحمن اميدي وايي تښتول شوي کسان د سپين ږېرو په منځګړيتوب يوې سيمې ته تللي ول چې له مخالفينو سره د ټاکنو په تړاو خبرې اترې وکړي .

د ښاغلي اميدي په وينا مخالفينو دغه کسان سيمې ته له ور رسېدو سره سم تښتولي او تر اوسه معلومه نه ده چې چېرته بېول شوي دي.

له دې سره همهاله ناڅرګندو ولسوالو کسانو په لغمان ولايت کې هم د حيات الله په نوم د ولسي جرګې يو نوماند تښتولی دی.

د ولسي جرګې لپاره ټاکنيز کمپاين د روان کال د چنګاښ له لومړيو څخه پيل شوی چې د پنجشنبې پر شپه پای ته ورسېد.

په دغو شاوخوا درې مياشتو کې د څلورو نوماندانو په ګډون له ټاکنو سره تړلي ۱۹ تنه وژل شوي دي.

طالبان او د دولت وسلوال مخالفين ګواښ کوي چې د شنبې د ورځې ټاکنې به ګډوډوي.

دوی خلکو ته ګواښ کړی چې رايه ور نه کړي او ويلي يې د رای ورکولو د مرکزونو په ګډون به په ټول افغانستان کې پراخ بريدونه او چاودنې وکړي .

خو افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو لا له وړاندې ويلي چې دوی کلک امنيتي ګامونه اخيستي او د بالقوه امنيتي پېښو مخه به ونيسي.

د افغانستان د فاع وزارت ويلي د ټاکنو د امنيت ساتنې لپاره يې په ټول هېواد کې څلور لکه بهرني او افغان سرتېري په دندو ګمارلي .

افغان امنيتي ادارو، بهرنيو ځواکونو او د ټاکنو کمېسيون پر خلکو غږ کړی چې په ټاکنو کې برخه واخلي او دخپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.