معنوي: په سلو کې ۹۲ مرکزونه پرانيستي دي

رای اچونه
Image caption د ټاکنو وروستۍ پايله به د راتلونکې اکتوبر پر ۳۱ مه اعلانېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييس د فرانسې خبري اژنس اسوشټېډ پرېس ته ويلي چې د ټول افغانستان په کچه ۹۲ په سلو کې د رای مرکزونه پرانیستل شوي، چې شاوخوا زر محلونه تړلي پاتې دي. ټاکنې د ماځيګر تر څلور بجو پورې دوام لري.

د دغه کمیسیون رييس فضل احمد معنوي ويلي: "د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د رای اچولو ۵۸۱۶ مرکزونه پرانیستي ول، چې په سلو کې د اټکل شوو پرانیستو مرکزونو ۹۲ جوړوي. "

د افغانستان د ولسي جرګې لپاره ټاکنې نن سهار پيل شوې چې د مازیګر تر څلورو بجو پورې به دوام وکړي. دا له ۲۰۰۱ کال وروسته د ولسي جرګې دویمې ټاکنې دي. د افغانستان ولسي جرګه ۲۴۹ څوکۍ لري، چې لږترلږه ۲۵ په سلو کې یې ښځو ته ځانګړې شوې.

په افغانستان کې له امنيتي ګواښونو سربېره رایې ورکوونکي د نوي پارلمان غړو ته رایې ورکوي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د ولسي جرګې په ټاکنو کې رايه ورکړه .

ولسمشر کرزي هیله وښوده، چې هېوادوال په ټاکنو کې پراخه ګډون وکړي:

Image caption ولسمشر کرزی د ولسي جرګې د ټاکنو په ترڅ کې خپله رايه ورکوي.

''ډېر خوشاله یم چې په دویمو پارلماني ټاکنو کې رایه ورکوو، او هیله مې دا ده چې هر ځای د افغانستان په هر ګوټ کې خلک راووځي او د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایه ورکړي، په خپله خوښه بې زوره او بې پيسو د هېواد د برخلیک ټاکلو لپاره خپلې رایې ورکړي.''

ښاغلي کرزي پر طالبانو هم غږ وکړ، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي:

''طالبان، هغه چې د دې وطن بچیان دي، مسلمانان دي خپل وطن ته دې خدمت وکړي، په دې کې دې برخه واخلي، خپل هېواد دې ودان کړي او امنیت دې پکې ټينګ کړي.''

نوموړي د رای ورکولو لپاره اماني لېسې ته تللی و او د رايې ورکولو پر مهال پر افغانانو غږ وکړ چې په ټاکنو کې له وېرې پرته برخه واخلي او د هېواد د برخليک د ټاکلو لپاره رايه ورکړي .

تر ښاغلي کرزي وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ددفتر مشر سټېفن دېميستورا هم اماني لېسې ته تللی و او هلته يې د ټاکنو رنګ، رای پاڼې او نور توکي وکتل .

ښاغلي دېميستورا پخپلو خبرو کې وويل چې نا امني او درغلۍ د افغانستان د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو سترې ننګونې وبللې .

هغه وويل افغان حکومت، ملګري ملتونه او د ټاکنو کمېسيون هڅه کوي چې رڼې ټاکنې وشي .

دغه راز د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي هم د رای ورکولو يوه مرکز ته ولاړ او خپله رايه يې وکاروله.

د رای ورکولو د بهير رسمي پيل

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييس فضل احمد معنوي د خپلې رایې په اچولو سره د رای اچولو بهیر پيل کړ.

ښاغلي معنوي د کابل په لوېديځه څنډه د حبیبیې لیسې د رای اچولو په مرکز کې وکاروله.

فضل احمد معنوي تر رای اچولو وروسته خبریالانو ته په یوه لنډه وینا کې پر افغانانو غږ وکړ، چې 'وړ' کسانو ته رایې ورکړي.

نوموړي له ټولو امنيتي ځواکونو او چارواکو هم وغوښتل، چې د ټاکنو د امنیت د ټينګښت لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د ټاکنو د کمیسیون رییس د ټاکنو د کمیسیون له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې د هېچا په ګټه کار ونه کړي، چې دا بهیر په رڼښت ترسره شي.

Image caption د ټاکنو د کمیسیون رییس د ټاکنو د کمیسیون له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې د هېچا په ګټه کار ونه کړي، چې دا بهیر په رڼښت ترسره شي.

بل خوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د ولسي جرګې ټاکنې پيل شوې، چې هر څه ښه پرمخ روان دي.

د دغه کمیسیون ویاند نور محمد نور بي بي سي ته وویل ټاکنې نن سهار اووه بجې پيل شوې، چې د مازیګر تر څلورو بجو پورې به دوام وکړي.

نور محمد نور وویل تر څلورو بجو وروسته په د رای اچولو په محلاتو کې رای شمېرنه پيلېږي او فکر نه کوي چې د رای اچولو وخت دې وغځول شي.

ښاغلي نور وویل د نن ورځې د ټاکنو لپاره یې پوره تابیا کړې او اړین توکي يې د رای اچولو مرکزونو ته رسولي دي.

دا د ولسي جرګې دویمې ټاکنې دي.

تاوتریخوالی

وړاندې تر دې چې د رای اچولو بهیر پيل شي، پر کابل راکټي بریدونه وشول، چې د چارواکو په وینا یې مرګ ژوبله نه لرله.

په ختيځ ننګرهار او شمالي بلخ ولایتونو کې هم ورته بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

Image caption د روانو پارلماني ټاکنو لپاره سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.

او په بلخ کې د طالبانو لخوا د یوه پولیس د وژل کېدو او د دوه نورو د وژل کېدا خبر ورکړل شوی.

دا چاودنې او بریدونه داسې مهال شوې، چې نن 'شنبه/ د سپتمبر ۱۸مه، د وږي ۲۷مه' په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې پيل شوې.

سپينې ماڼۍ وړاندې اندېښنه ښوولې وه، چې ښايي د پارلماني ټاکنو په اړه تاوتریخوالی وشي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچرډ هولبروک ویلي وو ښايي دا ټاکنې به رڼې نه وي، خو مهمه دا ده چې ټاکنې وشي.

تر ۳۰۰ زرو ډېر کورني نړیوال څارونکي د افغانستان د ولسي جرګې د ټاکنو څارنه کوي.

د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره ۲۴۹ کسانو ځانونه نومولي دي، چې څه باندې ۴۰۰ يې ښځې دي.

د دغو ټاکنو د امنیت د خوندي کولو لپاره په ټول هېواد کې شاوخوا ۲۸۰۰۰۰ سرتېري ګمارل شوي دي.

د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ټاکنو شاوخوا ۶۰۰۰ سايټونه دي، چې د کابل پر وخت پر اوو بجو پيلېږي.

تېره ورځ ولسمشر کرزي ويلي وو"راتلونکې ټاکنې ډېرې مهمې دي، زه هیله من یم چې د هېواد په هر ګوټ او کلي کې خلک رای اچولو ته ولاړ شي، او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي. "

Image caption ټاکل شوې، چې د روانو ټاکنو لومړنۍ پایلې به د روانۍ سپتمبر میاشتې پر ۲۲مه او وروستۍ پايلې به د راتلونکې اکتوبر میاشتې پر ۳۱مه اعلان شي.

طالبانو ګواښ کړی و، چې د ټاکنو بهیر به ګډوډوي او خپل "جهاد" ته به دوام ورکوي.

طالبانو ادعا کړې، چې د پارلماني ټاکنو دوه نوماندان او د رای اچولو د دفترونو ۱۸ کارکوونکي یې تښتولي دي.

ټاکل شوې، چې د روانو ټاکنو لومړنۍ پایلې به د روانۍ سپتمبر میاشتې پر ۲۲مه او وروستۍ پايلې به د راتلونکې اکتوبر میاشتې پر ۳۱مه اعلان شي.

ورته مطالب