کمیسیون: د ټاکنو لومړنۍ پایلې د اکتوبر پر اتمه اعلانېږي

رای ورکوونکی
Image caption د ولسي جرګې ټاکنې نن ګهيځ پر اوو بجو پيل شوې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې پر څلورو بجو د رای ورکولو پروسه تقزیباً په رسمي توګه پای ته ورسېده.

د دغه کمیسیون ویاند نور محمد نور بي بي سي ته وویل د رای ورکولو پروسه پای ته رسېدلې، خو په لیکو کې ولاړو کسانو ته کمیسیون د رای ورکولو چانس ورکړی دی:

''یوازې همدومره درته ویلی شم چې د رای ورکولو بهیر په رسمي توګه پر څلورو بجو پای ته ورسېد، هغه کسان چې لا په لیکو کې ولاړ دي، کمیسیون دا چانس ورکوي چې خپله رایه ورکړي که څه هم څلور نیمې او پنځه بجې شي. په دې اړه نور جزییات به وروسته درسره شریک کړو.''

تر ۲۵۰۰ ډېر نوماندان د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو سيالۍ ته ولاړ دي.

ولسمشر کرزي د خپلې رایې د کارولو پرمهال پر طالبانو غږ وکړ، چې په ټاکنو کې برخه واخلي:

''طالبان، هغه چې د دې وطن بچیان دي، مسلمانان دي خپل وطن ته دې خدمت وکړي، په دې کې دې برخه واخلي، خپل هېواد دې ودان کړي او امنیت دې پکې ټينګ کړي.''

په افغانستان کې د طالبانو پر بریدونو سربېره رای ورکوونکي د ولسي جرګې لپاره رایې ورکوي. د هېواد په بېلابېلو تاوتریخجنو پېښو کې لږترلږه ۱۱ کسان وژل شوي دي.

نن ګهيځ مخکې له دې، چې د رای اچولو بهیر پيل شي، پر کابل توغنددوييز برید شوی، چې د چارواکو په وینا مرګ ژوبله یې نه درلوده.

بل خوا په ختيځ ننګرهار ولایت کې هم د تاوتریخوالي خبر ورکړل شوی دی.

که څه هم امنيتي چارواکي امنيتي سرتېرو ته د مرګ ژوبلې خبره مني، خو کره شمېره یې نه په ډاګه کوي.

چارواکو ويلي چې د پلازمېنې کابل په ګډون یې په ځينو ولایتونو کې د بریدونو مخنیوی کړی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې په کابل کې یې دوه په وسلو او ځانوژونکو واسکټونو سمبال کسان نيولي، چې يوه يې غوښتل په کابل ښار او بل پروان کې ځانونه وچووي.

په هرات کې هم له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی نیول شوی.

Image caption د ولسي جرګې په ۲۴۹ څوکیو کې نژدې ۲۵ په سلو کې ښځو ته ځانګړې شوې دي.

د افغانستان په شمال کې د شپږو امنيتي سرتېرو د وژل کېدا خبر ورکړل شوی.

رپوټونه وايي چې طالبانو په شمالي بلخ ولایت کې پر پولیسو برید وکړ.

بل خوا د هېواد په بېلابېلو نورو برخو کې هم د پنځو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

وړاندې امنيتي چارواکو ويلي وو چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې د شاوخوا ۱۵۰۰۰۰ بهرنیو په ملاتړ لسګونه زره امنيتي ځواکونه د امنيت د ټينګولو لپاره ګمارلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييس ويلي وو چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۶۰۰۰ د رای ورکولو مرکزونه پرانيستي، چې ۹۲ سلنه جوړوي.

فضل احمد معنوي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۱۰۰۰ د رای مرکزونه د امنيتي ستونزو له کبله لاهم تړلي پاتې دي.

بېلابېلې پېښې:

  • په بغلان ولایت کې د رای اچولو یوه مرکز ته نژدې یو امنيتي سرتېری وژل شوی، او شپږ ولسي وګړي ټپيان شوي دي.
  • په بلخ ولایت کې بیا د یوه توغندي په برید کې درې کسان وژل شوي، او څلور نور ټپيان دي.
  • د تخار د والي ویاند بي بي سي ته په دغه ولایت کې د طالبانو په برید کې د دوو ولسي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړی.
Image caption د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييس ويلي وو چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا ۶۰۰۰ د رای ورکولو مرکزونه پرانيستي، چې ۹۲ سلنه جوړوي.
  • د کابل پولیس وايي په پلازمېنه کابل کې نن ګهيځ وختي د افغانستان ملي رادیو تلوېزیون او د ناټو قومندانۍ ته نژدې توغندی لګېدلی، چې مرګ ژوبله یې نه لرله.
  • چارواکو بي بي سي ته ويلي چې په جلال اباد کې د رای اچولو پر دوو مرکزونو برید شوی، او په جلال اباد ښار کې درې ځایه امنيتي سرتېرو له وسله والو سره نښته کړې.
  • د کندهار والي توریالي ویسا ويلي د رای ورکولو يوه مرکز ته د تلو پرمهال یې پر لاره پر کاروان چاودنه وشوه، خو څوک پکې ژوبل نه شول.
  • په کندوز ولایت کې هم توغندوييز بریدونه شوي، او نړیوال ځواکونه له طالبانو سره هلته نښته کړې ده.

ورته مطالب