د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه نړیوال غبرګونونه

ښاغلی هولبروک
Image caption د سیمې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچرډ هولبروک وايي ښايي په ټاکنو کې نیمګړتیاوې وي، خو ترسره کېدل یې مهمه خبره ده

په افغانستان کې د وسله والو طالبانو لخوا له ګواښوونو سره سره رای ورکوونکي د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره رایه ورکوي.

له دوه نیم زرو ډیر نوماندان د ولسي جرګې د 249 څوکیو لپاره په خپلو کې سیالۍ ته ولاړ دي.

رابرټ ګېبس

په واشنګټن کې د سپیڼې ماڼۍ وياند روبرټ ګېبس ويلي د افغانستان پارلماني ټاکنو په اړه د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د امنيت او خونديتوب جدي اندېښنې شته، خو زياته يې کړه افغانانو د برياليو ټاکنو لپاره يو چوکاټ جوړ کړی دی.

وړاندې له دې چې د رای اچونې مرکزونه پرانیستل شي پر پلازمینه کابل راکټي برید شوی، چې چارواکي وایي مرګ ژوبله یې نه لرله.

ولسمشر حامد کرزي هم په دې ټاکنو کې برخه واخیسته او خپله رایه یې وکاروله.

ولسمشر کرزي هیله څرګنده کړه چې خلک په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

ریچرډ هولبروک

Image caption رابرټ ګېبس وايي افغانان د ټاکنو لپاره مشخص میکانیزم لري.

بل خوا د سیمې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچرډ هولبروک وايي ښايي په ټاکنو کې نیمګړتیاوې وي، خو په عمومي ډول یې ترسره کېدل مهمه خبره ده:

موږ په هېواد کې د جنګ جګړو ترڅنګ د ټاکنو تجربه لیدلې ده، که څه هم په ټاکنو کې به نیمګړتیاوې وي، خو ترسره کېدل یې مهم دي. "

ملګري ملتونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ددفتر مشر سټېفن دېميستورا هم اماني لېسې ته تللی و او هلته يې د ټاکنو رنګ، رای پاڼې او نور توکي وکتل .

Image caption ښاغلي ديمیستورا وويل افغان حکومت، ملګري ملتونه او د ټاکنو کمېسيون هڅه کوي چې رڼې ټاکنې وشي .

ښاغلي دېميستورا پخپلو خبرو کې وويل چې نا امني او درغلۍ د افغانستان د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو سترې ننګونې وبللې .

هغه وويل افغان حکومت، ملګري ملتونه او د ټاکنو کمېسيون هڅه کوي چې رڼې ټاکنې وشي .

د افغان حکومت د رسنيو دفتر مشر حکيم عاشر د بي بي سي عربي تلوزيون ته وويل که څه هم د دې پخلې نه شي کېدی چې ټاکنې دې ټولې بريالۍ پای ته ورسېږي، خو په وينا به يې د افغانانو غليمان ونه توانېږي چې د خلکو ترمنځ وېره او ډار جوړ کړي.

ده هغوی چې د رايې ورکونې وړتيا لري، وهڅول د رايې ورکونې هغو مرکزونوته ورشي چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو ته منل شوي او د ده په وينا يې امنيت خوندي دی.

ورته مطالب