د بشر حقونه: په ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر و

رایې
Image caption د ټاکنو خپلواک کميسیون وايي چې د راى ورکونې په مرکزونو کې د رايو شمېرل پيل شوي دي، چې لومړۍ پايلې به يې تر څلورو ورځو پورې اعلان شي.

د افغانستان د خپلواکو او عادلانه ټاکنو بنسټ 'فيفا' وايي چې د ولسي جرگې د ټاکنو مشروعيت د هغو سرغړونو له ارزولو سره تړاو لري چې د راى ورکونې په بهير کې شوې دي.

فيفا وايي چې د ټاکنو د کميسیون او په ځانگړي ډول د شکايتونو د ارزونې د کميسون کړنې د ټاکنو د برياليتوب ضمانت کوي.

پر همدې مهال د افغانستان د بشري حقونو کميسیون ويلي دي چې په ځينو سيمو کې له تخنيکي ستونزو سره - سره په څرگنده ټاکنې په برياليتوب سره تر سره شوي دي.

بله غاړه يو شمير نړيوالو بنسټونو چې دغه ټاکنې يې څارلې د خلکو گډون ډير ښه بللى دى.

سره له دې چې په ټاکنو کې د ځينو سر غړونو او تخنيکي ستونزو راپورونه خپاره شول،خو هغه غبرگونونه چې د ورځې په وروستيو کې مخې ته راغلل مثبت دي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپواک کميسیون وايي چې له ننگونو او گواښونو سره - سره، په ټاکنو کې د خلکو ونډه ډيره پراخه وه. ددغه کميسون يو تن غړى فريد حميدي پر همدې اړه څرگندونې لري:

''که شوې وړاندوينې، انديښنې، او ستونزې په پام کې وي له نيکه مرغه امنيتي گواښونو او ننگونو ونه کړاى شول چې د افغانستان د خلکو د ارادې مخې ته خنډونه جوړ کړي. نن موږ په ټول افغانستان کې ددې گواه وو چې ددغه هيواد خلک د راى ورکونې صندوقونو ته ودريدل،په ټوله کې په کومو سيمو کې چې د راى ورکونې د مرکزونو او ځايونو د شتوالي شونتيا وه د خلکو گډون ښه و.''

د تغير او اميد د جبهې په نامه د حکومت د مخالفې سياسي ډلې مشر او د تيرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله هم وايي چې طالبانو ټاکنې تحريم کړې، خو په ټاکنو کې د خلکو گډون پام وړ و:

''له بده مرغه ټاکنې يو ځل بيا د افغانستان ددښمنانو له گواښ سره مخامخ شوې، طالبانو ټاکنې تحريم کړې او خلک يې وگواښل، دا چې دا د برخليک خبره ده، د راتلونکي خبره ده او د خلکو د حق خبره ده، او پر همدې مهال مسوليت دي، نو خلک کولاى شي چې په ټاکنو کې په ډله یيز گډون او ډله یيز څار سره خپل راتلونکى برخليک وټاکي.''

د ملي څار د ديموکراتيک سازمان يوه تن غړي اندي کيمبل هم په ټاکنو کې د خلکو پراخ گډون وستايه،نوموړي چې د ولسي جرگې ټاکنې څارلي دي وايي چې په دې بهير کې خلکو پراخه ونډه واخسته:

''زه خوښ يم چې افغانان د راى ورکونې په بهير کې د گډون په موخه له خپلو کورونو وځي، دا يوه ريښتينولي ده.

هو د افغانستان په يو شمير سيمو کې عملاً ددغه بهير پر وړاندې بغاوت او مخالفت شتون لري، خو خلک هم غواړي چې په ټاکنو کې برخه واخلي، او په دې بهير کې کارنده ونډه ولري، چې زما په اند دا يو ارزښتناک ټکې دى.''

Image caption د فيفا اجرايوي مشر جان داد سپين غر وايي چې په دې برخه کې د شکايتونو د ارزونې د کميسون کړنې ارزښتناکې دي.

بله غاړه د افغانستان د خپلواکو او عادلانه ټاکنو بنسټ فيفا وايي د ټاکنو مشروعيت نېغ په نېغه د هغو سرغړونو له ارزولو سره تړاو لري چې د راى ورکونې د بهير په ترڅ کې شوې دي.

د فيفا اجرايوي مشر جان داد سپين غر وايي چې په دې برخه کې د شکايتونو د ارزونې د کميسون کړنې ارزښتناکې دي.

د ټاکنو خپلواک کميسیون وايي چې د راى ورکونې په مرکزونو کې د رايو شمېرل پيل شوي دي، چې لومړۍ پايلې به يې تر څلورو ورځو پورې اعلان شي.

ورته مطالب