4 بهرني عسکر یوه افغان مېرمن وژل شوي

ایساف سرتېري
Image caption د تېر ۲۰۰۹ کال پرتله سږ کال په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو د وژل کېدو کچه ډېره شوې ده.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو ويلي چې د هېواد په جنوب او شمال کې یې څلور عسکر وژل شوي.

ایساف وايي درې امریکايي عسکر تېره ورځ د افغانستان په جنوب کې وژل شوي.

ایساف بي بي سي ته په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې د وژل شوو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو دقیق ځای نه دی ښودلی

بل خوا نړیوال ځواکونه وايي چې د هېواد په شمال کې له وسله والو سره په نښته کې یې یو سرتېری وژل شوی.

د دغه سرتېري هویت او د وژل کېدو دقیق ځای نه دی په ډاګه شوی.

ایساف وايي په لغمان ولایت کې يوه ښځه د دوی د ګاډي په ټکر کې هغه مهال ووژل شوه، چې له خپل موټر نه کوزه شوې وه او د ایساف ګاډی پرې ورغی.

ایساف زیاتوي چې په دې پېښه کې د ښځې یو کوچنی زوی ټپی شوی، چې اوس تر درملنې لاندې دی.

نړیوال ځواکونه وايي دا مېرمن هغه مهال ووژل شوه، چې ایساف په عليشنګ ولسوالۍ کې پر ګزمه وتلي وو.

ایساف د دغې ښځې په وژل کېدو خواشيني ښيي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ولسي جرګې د ټاکنو پرمهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د اورپکو په بریدونو کې ۱۴ کسان ووژل شول او تر ۲۰ ډېر نور ټپيان شول.

ورته مطالب