اېکنبیري: 'په ټاکنو کې د درغلیو بېلګې طبيعي خبره ده'

ښاغلي اېکنبيري
Image caption ښاغلي ايکنبيري په ټاکنو کې د افغانانو د رغنده ونډې ستاینه هم کړې او ويلي دي چې دغه ځواکونه وتوانېدل چې د ټول هېواد په کچه امنیت په ښه توګه خوندي کړي.

په افغانستان کې د امريکا سفير کارل اېکنبري د ولسي جرګي د وروستيو ټاکنو په اړه محتاطانه هيلمندي ښوولې ده.

ښاغلي اېکنبري بي بي سي ته وويل د شنبې د ورځې په رايه ورکونه کې له ګډوډيو سره سره ، د دغه هېواد د ټاکنو ادارو د تېرکال د ولسمشرۍ د ستونزمنو ټاکنو په پرتله په ښه حالت کې وې.

د اېکنبيري وېديويي مرکه وګورﺉ

کارل اېکنبري چې د راپورونو له مخې يې د امريکا له لوري افغانستان ته د جوړې شوې ستراتېژۍ په اړه پوښتنې راپورته کړې وې، زياته کړه دی د راتلونکي په اړه هيله مند دی:

''موږ لاسته راوړنې ليدلې، او نهيلۍ مو هم ليدلې دي. زه پوهېږم چې په هره پلازمېنه کې اندېښنې شته، پوهېږم خلک که په برتانيا کې دي او يا په امريکا کې دوی د افغان ماموريت په اړه اندېښنې لري. څه چې اوس يې موږ غوښتنه کوو زغم دی، ځکه چې د لومړي ځل لپاره موږ سم امکانات لرو، نو راځیء وګورو چې د راتلونکي کال په اوږدو کې به وکولی شو چې پايلې په سم ډول ترلاسه کړو.''

ښاغلي ايکنبيري په ټاکنو کې د افغانانو د رغنده ونډې ستاینه هم کړې او ويلي دي چې دغه ځواکونه وتوانېدل چې د ټول هېواد په کچه امنیت په ښه توګه خوندي کړي، خو انګیرنه یې دا وه چې د انتخاباتو ستونزمن پړاو تر دې وروسته پيلېدونکی دی:

''په راروانو اوونیو کې به شکایتونه کېږي او موږ به د درغلیو بېلګې هم ګورو، او دا طبيعي ده، خو نن په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان حالاتو او د ۲۰۰۹ کال د حالاتو له مخې، زه په احتیاط سره هیله مند یم. ''

کارل اېکنبيري په افغانستان کې د نیوکه کوونکو په منځ کې یو وتلی کس دی.

تېر کال د هغه لیک شویو دپلوماتیکو ارتباطاتو له لویه سره د افغانستان په اړه د مخې ته شوې تګلارې په اړه ګڼې پوښتنې رامخې ته کړې.

هغه بي بي سي ته په یوه مرکه کې ویلي چې د تېرکال په اوږدو کې لاسته راوړنې او ناهیلۍ دواړې موجودې وې.

خو په بارو یې سم امکانات اوس ډګر ته رامخې ته شوي دي، او هیله یې دا وه چې په دې سره به په حالاتو کې د پام وړ بدلون راشي.

ورته مطالب