په کابل کې د کورونو کرایې نژدې دوه برابره لوړې شوې

کابل ښار
Image caption کارپوهان وايي که راستنيدونکو کډوالو ته په خپلو سيمو کې د کورونو نمرې ورکړل شي،او د کاروبار غم يې وخوړل شي شونې ده چې کډوال خپلو سيمو ته ستانه شي، گنې همداسې به ښارونو ته ځي،او دا به د ښاروالو ژوند هم يو څه ستونزمن کړي.

په کابل ښار کې د کورونو بيې د پخوا په پرتله لوړې شوې دي.

هسې خو هم د اوړي په موسم کې په دغه ښا کې د کورونو بيې يو څه پورته کېږي.

که د کابل د ښار په هره سيمه کې د کورونو د پير،پلور او کرايي لارښودو دفترونو ته ورشئ نو وبه مومۍ چې کرايي کورونه نه موندل کيږي او که وموندل شي د کرايي کچه يې د تيرو کلونو په پرتله نژدې دوه برابره لوړه شوې د.

هسې خو د وړي په موسم کې په کابل کې د کورونو کرايي پورته کيږي خو دا چې دا ځل کرايي ډيرې پورته شوي ويل کېږي چې بېرته راستنېدونکي کډوال بيرته خپلو کليو ته نه ستنېږي او د ښارونو په لوري مخه کوي.

ددې چارې يو لامل ښايي په ښارونو کې شته اسانتياوې وي،خو يو تن چې نوى نوى له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه راستون شوى وايي چې ځينې خلک په خپلو ولسونو کې بدۍ لري:

''یور کور هم نه پيدا کېږي، که پيدا هم شي، د ښارپه وروستۍ برخه نوې کارته کې دوه خونې لرونکی کور له لسو زرو تر شلو زرو افغانیو پورې په کرایه ورکول کېږي. ''

په دې ترڅ کې مو د کورونو د معاملو له دفترونو سره خبرې وکړې هغوى هم ويل چې کرايي کورونه په ډيرې ستونزې سره پيدا کېږي،او هغه هم ډير گران د يوه خبرو ته به يې غوږ شو:

''انجنیر بریالی یم، کورونه خو اوس بيخي نه پيدا کېږي، ان کډوالو او بې کوره خلکو ته خو خیمې هم نه پيدا کېږي، او حکومت هم ځای نه ورکوي، که کوم کور پيدا کېږي، نو درې یا څلور خونې لري تر شلو یا دیرشو زرو کم نه پيدا کېږي، چې بې وزله خلک یې په هېڅ ډول نه شي کرایه کولی.''

ملگري ملتونه هم وايي چې سږ کال يوازې له پاکستانه شاوخوا ۱۰۰ زره کډوال راستانه شوي دي چې ډېرى يې د افغانستان په لويو ښارونو کې مېشت شوي دي.

Image caption په کابل ښار کې د کورونو د کرایو له لوړېدا سره سم د سوداګریزو ځایونو کرایې هم لوړې شوې دي.

په کابل کې د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو د عالي کميشنرۍ وياند نادر فرهاد وايي له افغان حکومت سره په گډه کار کوي چې راستنېدونکي کډوال په خپلو سيمو کې وسېدو ته وهڅوي:

''کډوال د سرپناه د نه لرلو له کبله په ښارونو کې مېشت شوي، دا یوه لویه ستونزه ده، یو ان ایچ سي ار له دولت سره په ګډه کار کوي، چې له ګاونډيو هېوادونو نه هغو د راستنېدونکو کډوالو لپاره چې ځمکې او کورونه نه لري، ځمکې ورکړي.''

کارپوهان وايي که راستنيدونکو کډوالو ته په خپلو سيمو کې د کورونو نمرې ورکړل شي،او د کاروبار غم يې وخوړل شي شونې ده چې کډوال خپلو سيمو ته ستانه شي، گنې همداسې به ښارونو ته ځي،او دا به د ښاروالو ژوند هم يو څه ستونزمن کړي.

ورته مطالب