د سولې د عالي شورا ۶۳ کسیزه نوملړ خپرېږي

له وسلوالو مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره د سولې د عالي شورا د جوړلو پرېکړې د سولې په ملي مشورتي جرګه کې شوې ده.
Image caption د ارګ د یکشنبې د غونډې يوه برخوال بي بي سي ته وويل چې په شورا کې د ښځو ونډه هم په پام کې نيول شوې ده.

د سولې د عالي شورا د جوړېدو په برخه کې يو بل گام هم واخیستل شو.

په کابل کې د ارګ سرچینو د سولې د عالي شورا پر ترکیب د سلا کېدو خبر ورکړی.

دباختر په نوم یوه حکومتي خبري اژانس په دې اړه د ارګ د سرچینو په حواله لیکلي چې پرون پر همدې اړه په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ يوه غونډه جوړه شوې وه چې پخوانيو جهادي مشرانو او يو شمېر حکومتي چارواکو په کې برخه اخیستې وه.

د دغې شورا پر ترکیب له څو اوونیو راهیسې تودې خبرې روانې وې، خو د غړو د نومونو اعلانول یې د ولسي جرګې د ټاکنو تر کېدو ځنډول شوي ول.

په ارګ کې د یکشنبې د ورځې د دغې غونډې یوه برخوال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، بي بي سي ته وويل چې ددغې شورا د غړو شمېر ۶۳ ته رسېدلى دى.

د غونډې مشر تر دې مهاله نه دى ټاکل شوی، خو په غړو کې يې يو شمېر جهادي او قامي مشران شامل دي.

په شورا کې ښځو ته هم ونډه ورکړل شوې ده.

تر دې مخکې هم په دې اړه په ارگ کې غونډې شوي دي چې دا يې وروستۍ وه.

پرون ماښام نا وخته د افغانستان په ارگ کې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې د سولې د عالي شورا د نوملړ د بشپړتيا په اړه په کې خبرې وشوې.

Image caption همدا راز ددغې شورا مشر هم نه دى ټاکل شوى نه ده څرگنده چې ولسمشر حامد کرزى به په خپل فرمان سره د شورا مشر ټاکي، او که شورا به له خپله منځه يو تن د مشر په توگه ټاکي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په دې اړه تر اوسه څرگندونې نه دي کړي چې ښايي يو لامل يې دا وي چې دا غونډه پرون ماښام ناوخته پاى ته ورسېده.

ددغې شورا يوۀ تن غړي او د پرونۍ غونډې گډونوال د خپل نوم د نه څرگندولو په شرط بي بي سي ته وويل چې ددغې شورا په غړو کې ډيرى يې پخواني جهادي مشران او قومندانان دي.

نوموړي په دې لړ کې د عبدرب رسول سياف، برهان الدين رباني، پير سيد احمد گيلاني، حاجي دين محمد، صبغت الله مجددي، قسيم فهيم، محمد محقق، کريم خليلي، عبدالهادي ارغنديوال،عطاء الله لودين او ځينو نورو نومونه واخیستل.

يادې شوې سرچينې وويل چې د نعيم کوچي، وکيل بازمحمد، عبدالحکيم مجاهد او قاضي حبيب الله په څېر ملي څېرې هم په د سولې په عالي شورا کې غړيتوب لري.

د ښځو ونډه

سرچينې وويل چې په شورا کې د ښځو ونډه هم په پام کې نيول شوې ده.

Image caption د دغې شورا د جوړېدو وړاندیز په تېر غبرګولي/جوزا کې د کابل د سولې په مشورتي جرګه کې شوی و.

همدا راز يې وويل چې جميله مجاهد، سارا سرابي، قمر خوستۍ او ميرمن گلالۍ د هغو ښځو له ډلې څخه دي چې په دغه شورا کې غړيتوب لري.

د سرچينې په وينا، د شورا د غړو شمېر ٦٣ تنو ته رسېدلي دى خو کېدى شي چې بيا هم په کې کمی ډېرى راشي.

همدا راز ددغې شورا مشر هم نه دى ټاکل شوى نه ده څرگنده چې ولسمشر حامد کرزى به په خپل فرمان سره د شورا مشر ټاکي، او که شورا به له خپله منځه يو تن د مشر په توگه ټاکي.

د دغې شورا د جوړېدو وړاندیز په تېر غبرګولي/جوزا کې د کابل د سولې په مشورتي جرګه کې شوی و.

ورته مطالب