په چمن کې وسله والو یو قومي مشر وژلی

پښتانه
Image caption د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته پښتانه قومي مشران وژل کېږي.

د کندهار ځايي چارواکو ویلي چې د پاکستان پولې ته نژدې په چمن کې یو قومي مشر ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژلی دی.

د کندهار چارواکو ویلي حاجي نظر جان په سپين بولدک کې ناپېژاندو وسله والو وژلی او د 'احصایه' په نامه د هغه یو ملګری د وسله والو له بریده روغ وتلی دی.

بل خوا د کندهار د تېلو د خرڅلاو په مارکېټ کې دوو تېل پلورونکو په خپلو کې شخړه کړې، چې شخړه د یوه د وژل کېدو لامل شوې ده.

د کندهار چارواکي وايي نن سهار شاوخوا لس بجې د وژل شوي مړی ولایت ته وروړل شوی دی.

د کندهار ولايتي چارواکو ویلي چې د وژل شوي کس په اړه پلټنه روانه ده.

دا لومړی ځل نه دی چې په کندهار کې قومي مشران او یا په خپلو کې سوداګر د شخړې له امله یو بل ته ګوته په ماشه کېږي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم په دغه ولایت کې یو سوداګر په ورته پېښه کې ووژل شو.

شپږ میاشت کېږې، چې په کندهار کې پر سوداګریزو توکو لانجې روانې دي.

د ډيورنډ د کرښې دواړو غاړو ته پښتانه قومي مشران وژل کېږي.

ورته مطالب