اوباما: جګړه د ایران د اتومي شخړې د حل مناسبه لاره نه ده

بارک اوباما
Image caption سپينه ماڼۍ وايي ښاغلی اوباما به د ملګرو ملتونو په سرمشريزه کې دې موضوع ته هم اشاره وکړي چې واشنګټن له تهران سره بیا هم خبرو ته چمتو دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما پر ایران غږ کړی، چې د خبرو لاره غوره کړي او د اتوم په تړاو خپله ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.

بارک اوباما ويلي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه او یا هم د تهران د اتومي ستونزې د حل په تړاو پوځي ګام اخیستل د حل مناسبه لاره نه ده.

د ان بي سي خبري شبکې په حواله ښاغلي اوباما ویلي: "موږ له ایران سره لاهم له دپلوماتيکې لارې د ستونزې حل غوره بولو، باور نه کوو چې د اسراییلو او ایران ترمنځ به جګړه وشي، او یا دا چې د اتومي ستونزې پر سر د تهران پرضد واشنګټن پوځي ګام پورته کړي، خو موږ تهران ته ټول ممکنه وړاندیزونه کوو."

بل خوا سپينې ماڼۍ ویلي چې ښاغلی اوباما به د نړۍ څه باندې ۱۴۰ مشرانو د بېوزلۍ د راکمولو په تړاو د زريزې د پرمختيايي اهدافو د ارزونې په موخه د نيويارک په غونډه کې ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون پلاويو ته وويل تر اوسه هم شونې ده چې لس کاله مخکې د ټاکل شوي وروستي مهالوېش په توګه د 2015 کال تر رارسېدو مخکې دغه اهداف تر لاسه شي.

خو هغه خبرداری ورکړی چې تر دې مهاله شوي پرمختګونه ډېر کمزوري ول او بايد ملاتړ يې وشي .

وړاندې د پرمختيايي چارو يوه پياوړي اقتصاد پوه پروفېسور جېفرې ساچس چې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي اهدافو په رامنځته کولو کې يې مهمه ونډه درلوده له بي بي سي سره په خبرو کې وويل د ډېرو عايداتو لرونکې هېوادونو ملياردونه پيسې د سولې پر ځای پر جګړو لګولې دي .

Image caption ایران وايي چې د برېښنايي او سوله ییزه موخو د بډاينې لپاره د یورانیمو بډاينې ته اړتیا لر، خو امریکا او متحدین یې وېره لري، چې ګني د تهران اتومي هلې ځلې د اتوم بم د جوړولو لپاره هڅې دي.

سپينه ماڼۍ وايي، ښاغلی اوباما به یوځل بیا له تهران سره پر خبرو ټينګار وکړي.

د ملګرو ملتونو دغې سرمشريزې ته د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد هم ورغلی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وړاندې پر ایران د لانورو بندیزونو پرېکړه کړې وه.

ایران وايي چې د برېښنايي او سوله ییزه موخو د بډاينې لپاره د یورانیمو بډاينې ته اړتیا لر، خو امریکا او متحدین یې وېره لري، چې ګني د تهران اتومي هلې ځلې د اتوم بم د جوړولو لپاره هڅې دي.

ورته مطالب