کندهار: بهرنیو ځواکونو د الجزیرې ځايي خبریال وړی

الجزیره
Image caption تېر کال د افغانستان په ختيځ کې د الجزیرې دوه خبریالان طالبانو نیولي ول، چې بېرته یې راخوشي کړل.

د نارامه کندهار ولایت ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه بهرنیو ځواکونو د الجزیرې تلوېزیون ځايي خبریال محمد نادر پر کور چاپه اچولې او نوموړی یې له ځانه سره وړی دی.

د کندهار والي یوې خبري غونډې ته وویل، دا عملیات د ځانګړو بهرنیو او افغان ځواکونو لخوا شوي، چې پنځه کسان پکې نيول شوي دي.

په کندهار کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر ويلي له نیول شوو کسانو سره ځينې داسې ويدويي پټې نیول شوې، چې له ژورنالیستيکي اصولو سره په ټکر دي.

ایساف وايي نیول شوو کسانو وسله والو طالبانو ته د چاوېدونکو توکو په برابرولو کې مرسته کوله.

خو د کندهار والي توریالي ویسا خبریالانو ته وویل د نیول شوو کسانو په اړه پلټنه روان ده.

په کندهار کې مېشتو ایساف ځواکونو منلې، چې په دوو جلا عملیاتو کې یې، پنځه کسان نیولي، چې اوس په اړه پوښتنې ګروېږې روانې دي.

ایساف وايي دا کسان یې له افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې نیولي.

ایساف زیاتوي، که چېرې دغه کسان بې ګناه ثابت شي، ژر به یې خوشي کړي.

د ښاغلي نادر کورنۍ وايي چې تېر ماښام یې بهرنیو ځواکونو کور کلابند کړ لومړی یې د 'سپين' او 'بصیر' په نامه د دوو کسانو پوښتنه کوله او د شپې مهال یې نادر له ځانه سره یووړ.

سرچینه زیاتوي، چې بهرنیو ځواکونو کور سم تلاشي کړ او ادعا کوي چې بهرنیانو د نادر شخصي توکي، چې تر ډېره د خبریالۍ توکي پکې ول، او د کور ځينې زیورات او پیسې له ځانه سره وړي دي.

خو تر دې دمه بهرنیو ځواکونو په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی.

په کابل کې د الجزیرې تلوېزیون دفتر بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته پېښه تایید کړې، خو په اړه یې له نورو جزییاتو ډډه وکړه.

بل خوا د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي بي بي سي ته پېښه تایید کړه، خو وایي لا مالومه نه ده چې ښاغلی نادر چا وړی، خو په اړه یې پلټنې پيل شوې ده.

په کندهار کې د امریکايي ځواکونو تر څنګ، کاناډايان او برتانوي ځواکونه مېشت دي.

په سوېل کې د بي بي سي خبریال وايي، تر ډېره دا ډول چاپې او د نیولو چارې مېشت ځانګړي بهرني ځواکونه کوي، چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په کور کې مېشت دي.

سرچینه زیاتوي، محمد نادر له تېرو اوو کلونو راهیسې د الجزیرې له تلوېزیون سره د ځايي خبریال په توګه کار کاوه.

تر دې وړاندې په غزني کې هم بهرنیو ځواکونو د الجزیرې او اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس دوه خبریالان له ځانه سره وړي ول.

او څه موده وړاندې په کندهار کې د هڅې په نامه د ورځپاڼې اېډېډټور امریکایانو نیول و، چې تر یوې اوونۍ وروسته یې بېرته راخوشی کړ.