د اوباما جګپوړي سلاکاران د افغانستان د تګلارې په اړه 'ژور اختلاف لري'

په امریکا کې یوه نوي خپاره شوي کتاب لیکلي چې د افغانستان او پاکستان لپاره د بارک اوباما ځانګړی استازی په دې باور دی، چې د افغانستان د روانې جګړې لپاره د امریکا اوسنۍ تګلاره کار نه ورکوي.

Image caption د ووډوارډ کتاب ليکلي چې د امریکا څارګره ادارې سي آی اې په افغانستان کې ۳۰۰۰ پټ ځواکونه لري او په وینا یې د رپوټونو له مخې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د پاڼ او پړانګ ترمنځ بند پاتې دی.

دا څرګندونې د یوه تجربه لرونکي امریکايي لیکوال خبریال باب ووډ وراډ لخوا په یوه لیکل شوي کتاب کې خپرې شوې، چې نيويارک ټایمز ورځپاڼې یې په اړه مطلب خپور کړی دی.

رپوټونه وايي دا کتاب په افغانستان کې د امریکا د روانې جګړې يو تت انځور ورکوي، چې په اړه یې د امریکا اداره دوه زړې ده.

د امریکايي ادارې ځينې چارواکي د بارک اوباما د دې پرېکړې په اړه شکمن دي، چې ګني په راتلونکي اوړي کې به له افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وتلو لړۍ پيلېږي او یا به دغه هېواد ته د نورو ۳۰ سرتېرو د لېږلو لړۍ بشپړوي.

دغه امریکايي لیکوال د سیمې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ریچرډ هولبروک له خولې لیکلي: "د امریکا اوسنۍ تګلاره بریالۍ نه ده. "

د ووډوارډ کتاب ليکلي چې د امریکا څارګره ادارې سي آی اې په افغانستان کې ۳۰۰۰ پټ ځواکونه لري او په وینا یې د رپوټونو له مخې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د پاڼ او پړانګ ترمنځ بند پاتې دی.

په امریکا کې د هغه چاپېدونکي کتاب په حواله، چې ټاکل شوې راتلونې اوونۍ به چاپ شي، د بارک اوباما جګپوړي سلاکاران د افغانستان د روانې جګړې په اړه ژور اختلاف او شک لري.

Image caption د سیمې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچرډ هولبروک ویلي: "د امریکا اوسنۍ تګلاره کار نه ورکوي. "

نيويارک ټایمز چې د چاپېدونکي کتاب "د اوباما جګړې" نسخه یې تر ګوتو کړې، ليکلي چې سیمې ته د امریکا ځانګړی استازی ریچرډ هولبروک د اوسنۍ تګلارې د مخالفینو له ډلې څخه دی.

دغه کتاب چې امریکايي لیکوال باب ووډوارډ لیکلی، د اویایمې لسیزې په پيل کې یې د امریکا د هغه وخت ولسمشر ریچرډ نیکسن د "واټرګېټ" مسالې په تړاو رسوا کړی و.

دغه لیکوال د عراق پر جګړې د جورج بوش په اړه هم کتاب لیکلی.

نیویارک ټایمز د یکشنبې رپوټ کې ليکلي، چې ښاغلي ووډوارډ په خپل نوي کتاب کې د امریکا دولت له کورنیو شخړو ډک انځور کړی دی.

ورته مطالب