ايسا په کابل کې د لاسي صنايعو نندراتون جوړوي

Image caption ايسا هيله لري چې ددغه نندارتون جوړېدل به بهرني پانګوال وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

په پام کې ده چې د لاسي صنايعو په دغه درې ورځني نندارتون کې له قيمتي ډبرو جوړ بېلابېل توکي، غالۍ او داسې نور شيان نندارې ته وړاندې شي.

په ټوله کې په دغه نندارتون کې چې سبا (جمعه) په کابل ښار کې د لويي جرگې په خېمه کې پرانيستل کېږي شاوخوا ١٥٠ غرفې اېښودل کېږي.

په دغه نندارتون کې به د چارواکو په خبره پر سلگونو افغان سوداگرو او پانگوالو سربېره يو شمېر بهرني هغه هم گډون وکړي.

په افغانستان کې د پانگونې د ملاتړ اداره يا ايسا وايي د نندارتون موخه دا ده چې بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي.

د ايسا مشرنورالله دلاوري تمه لري چې د نندارتون پايلې به ښې وي : (( په دغه نندارتون کې چې په پام کې ده د سپتمبر پر ٢٤ د لويې جرگې په خېمه کې پرانيستل شي، ١٥٠ غرفې اېښودل کېږي .

په دغو غرفو کې به د ننگرهار،کندهار او شمالي ولايتونو په گډون د ټول افغانستان لاسي صنايع، لکه مرمر، قيمتي ډبرې، غالۍ او نور هر هغه څه چې په افغانستان کې جوړېږي ، نندارې ته وړاندې شي.

زموږ په لاسي صنايعو کې پاموړ بدلون راغلى، په خاص ډول په غاليو کې ،هيله من يو چې ښه پايله ترلاسه کړو.))

ښاغلي دلاري وويل دوى د کابل د نړيوال کنفرانس په درشل کې هم د افغان لاسي صنايعو يو کوچنى نندارتون پرانيستى و، چې يو شمېر بهرنيانو په کې برخه اخېستې وه.

دا مهال د افغانستان د يو شمېر نورو لاسي صنايعو ترڅنگ، افغان غالۍ ډېر نوم لري چې، په يوشمېر هېوادونو کې ښه بازار لري.

خو پخوا يو شمېر افغان سوداگرو شکايت کاوه ، چې پاکستان دغلته د افغانانو په لاس جوړېدونکې غالۍ پخپل نوم نورو هېوادونو ته استوي.