امريکا د برېښنا په برخه کې 70 ميليونه ډالره مرسته کوي

Image caption افغان چارواکي وايي د امريکا له لوري په مرسته کېدونکو پيسو باندې به د برېښنا د وېش او سوداګرۍ په برخه کې ډېرې اسانتياوې رامنځته کړي.

د امريکا متحده ايالتونه غواړي چې په کابل، ننگرهار او کندهار ولايتونو کې د برېښنا د پلورنې د سيسټم پر جوړولو او ادارې باندې اويا ميلونه ډالر ولگوي.

چارواکي وايي په دې لگښت سره به برېښناييزې چارې کمپيوټري شي، او د برېښنا د ضايع کېدو مخه به ونيول شي.

چارواکي داسې انگېري چې د متحدو ايالتونو له دغې نوې مرستې سره به، په کابل ، ننگرهار،او کندهار ولايتونو کې د برېښنا حالت پاموړ بدلون بيامومي.

د دوی په وينا د اوسمهالو ميټرونو لگول، د برېښنايزو جوړښتونو کمپيوټري کول،د برېښنا لا پسې غزول،د عوايدو راټولول، د برېښنا د بې ځايه لگښت مخنيوی،او د ټولو برېښنايي جوړښتونو ساتل او ژغورل هغه موخې دي چې د پوره کولو لپاره به يې مرسته شوې اويا ميلونه ډالر لگول کېږي.

د افغانستان د برېښنا شرکت مشر جليل شمس وايي تر دې مهاله ددغه شرکت دتخنيکي او سوداگريزو چارو تر منځ بېلوالی نه و، خو اوس دوى سوداگريزه برخه ترې بيله کړه: ((پخوا د شرکت سوداگريز او تخنيکي اړخونه يو له بل سره گډ ول، يانې تخنيکي څانگې به سوداگريزې چارې هم پر مخ بيولې، او دا په داسې حال کې چې دا په بشپړ ډول دوه بېل ډگرونه دي، له همدې کبله موږ د برېښنا شرکت په جوړښت کې يوه سوداگريزه څانگه پرانستله،چې د برېښنا پلورل، د عوايدو راټولول اود برېښنا له کارونکو سره اړيکي جوړول يې لويې موخې دي.))

خو ښاغلى شمس وايي چې دغه وروستۍ مرسته يوازې د کابل د برېښنا ستونزې هم سل په سلو کې نه شي هوارولاى.

نوموړي وويل د کابل د برېښنايز جوړښت د بشپړ جوړولو لپاره ٢٥٠ ميلونو ډالرو ته اړتيا ده.

د طالبانو د حکومت تر نسکورېدو وروسته د برېښنا د توليد او پراختيا په برخه کې تر يو ميليارد ډالرو ډېر لگښت شوى ، خو له دې هر څه سره سره بيا هم يوازې ٣٠ په سلو کې افغانان برېښنا ته لاس رسى لري چې له دې ټولگې څخه هم ډېرى برېښنا کاروونکي په پلازمينه کابل کې دي.

په ځينو نورو ولايتونو کې هم تر يوې کچې برېښنا شته، خو اوس افغانستان خپله اړينه برېښنا تر ډېرې کچې له بهره رالېږدوي.

بله غاړه افغانستان پريمانه څپاند سيندونه لري چې ځواکمن برېښنا کوټونه پرې جوړېداى شي.

خو افغان چارواکي وايي دا چاره ميلياردونو ډالرو ته اړتيا لري،چې دوى يې دا مهال نه شي برابرولاى.