بې پولې خبريالان: نيول شوي افغان خبريالان دې خوشې شي

بې پولو خبريالان
Image caption د نيول شويو خبريالانو برخليک تر اوسه پورې نه دی معلوم.

د تېرو شاوخوا دوو اونيو په ترڅ کې بهرنيو او افغان ځواکونو په کاپېسا، غزني او کندهار ولايتونو کې درې افغان خبريالان له طالبانو سره د همکارۍ او هغوى ته د تبليغ په تور نيولي دي.

په دوى کې وروستى نيول شوى کس محمد نادر نومېږي چې په کندهار کې يې د الجزېره نړيوالې شبکې لپاره کار کاوه.

بهرنيو ځواکونو د چهارشنبې پر شپه د ده پر کور چاپه اچولې او د ځايي چارواکو په خبره له څلورو نورو کسانو سره يې يوځاى نيولى دی.

تر محمدنادر څو ورځې مخکې په غزني کې هم د الجزيره يو خبريال و نيول شو .

او تر هغه وړاندې په کاپيسا ولايت کې د ځايي حکومتي راډيو ټلوېزيون يو خبريال نيول شوی دی.

د بې پولې خبريالو سازمان د دغو خبريالانو نيونه خواشينونکې بللې او ويلي يې دي ، هغوى د خطرناکو جنايتگارانو په توگه نيول شوي دي.

ياد شوي سازمان په يوه ويناپاڼه کې له ولسمشر حامد کرزي څخه غوښتي چې په دې تړاوو سملاسي ګام واخلي ،خو سازمان د دغو کسانو د پرېښودو په اړه له ناټو څخه په ښکاره کومه غوښتنه نه ده کړې.

بي پولې خبريالان وايي نيول شويو کسانو له حکومت ضد وسلوالو سره هېڅ همکاري نه درلوده او د خبريالۍ له اصولو سره سم يې کار کاوه.

خو، د ياد شوي سازمان د ويناپاڼې له مخې ايساف وايي په کندهار کې يې د نيول شوي افغان خبريال په کورکې وسلې او لاسي بمونه موندلي دي .

سازمان وايي دا چې نوموړي له طالبانو سره کاري اړيکه درلوده.

په پام کې وه چې د ټاکنو پر ورځ د طالبانو د بريدونو فلم واخلي، دوه نور نيول شوي هم له طالبانو سره د اړيکو په لرلو تورن دي.

په کابل کې د الجزيرې مرکزي دفتر بي بي سي ته په کندهار کې د خپل ځايي خبريال نيول تايد کړل خو د پېښې په تړاو يې نور جزيات ورنه کړل.

په افغانستان کې د طالبانو سره د کاري همکارۍ په تور د دغو خبريانو نيونه ترټولو وروستۍ پېښې بلل کېږي.

موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت رسمي غبرگون هم وپوښتو خو بريالي نه شو.