احدي: روسان په افغانستان کې پانګونې ته هڅوو

Image caption ښاغلی احدي وايي هڅه کوي چې روسي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي .

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير د اقتصادي او سوداګرېزو اړيکو د پراختيا په موخه روسيې ته تللی دی.

انوارالحق احدي وايي د سفر موخه يې افغانستان ته د روسي پانګوالو د پام ور اړول دي او دغه راز به په روسيه کې د افغان سوداګرو د ستونزو په تړاو له روسي چارواکو سره وغږيږي.

دا په تېرو شاوخو دوو مياشتو کې روسيې ته د لوړ پوړو افغان چارواکو دويم سفر دی.

وړاندي ولسمشر کرزی هم په څلور اړخيز کنفرانس کې د ګډون لپاره روسيې ته تللی و چې د جوړېدو موخه يې د سيمه ييزې اقتصادي پراختيا او همکاريو لپاره د لارو چارو لټول و .

د افغانستان دسوداګرۍ او صنايعو وزير انورالحق احدي چې دا مهال په روسيه کې دی بي بي سي ته وويل له روسي مشرانو سره به يې خبرې پر اقتصادي پياوړتيا او د دواړو هېوادونو تر منځ پر راکړې ورکړې متمرکزې وي:

(( څو شيان دي ، يو خو دلته د افغان سوداګرو لپاره يو مرکز خلاصېږي ، يوه سلسله مشکلات دي چې افغان تاجران او افغاني ټولنه يې په عمومي توګه دلته لري . نو ځينو شيانو ته سفارت هم رسېدلی نه شي لکه د خلکو لپاره د وېزې اخيستل. ددې تر څنګ زموږ او دوی تر منځ تجارت زيات دی خو غواړو چې ددې لپاره يو نوی چوکاټ جوړ کړو. اوس بې له چوکاټه تجارت روان دی او موږ غواړو چې دې ته يو شکل ورکړو. په همدې ډ‌ول دوی وايي چې په افغانستان کې پانګونې ته حاضر دي ، موږ غواړو چې له دوی سره بحث وکړو چې په کومو ساحو کې پانګونې ته حاضر دي او په کومو شرايطو حاضر دي . ))

ښاغلي احدي وويل د خپل سفر په ترڅ کې به له روسي چاروکوسره د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه هم خبرې وکړي .

ترانزيټي ستونزې، د وېزې په ورکړه کې ځنډ او په خلاص مټ د افغان سوداګرو د کار مخنيوی هغه ستونزې دي چې افغان سوداګر په روسيه کې ورسره لاس و ګرېوان دي .

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي روسيې ته د سفر پر مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره د روسيې پانګوالو د پام را اړولو په موخه دغلته د افغان توليداتو يو نندارتونو هم پرانيست .

په روسيه کې جوړ شوي دغه نندراتون کې غالۍ، لاسي صنايع او له مرمرو جوړ شوي د افغان صنعتګرو توکي نندارې ته وړاندې شول .