افغان خبريال: بهرنيانو راسره په بند کې بد چلند نه دی کړی

الجزيره
Image caption په غزني کې د الجزيره ټلوېزيون سيمه ييز خبريال لا هم په بند کې دی او ايتلافي ځواکونه وايي تر پلټنو وروسته به يې په اړه پرېکړه کوي.

هغه افغان خبريال چې درې ورځې مخکې په کندهار کې ناټو ځواکونو نيولی و د جمعې د ورځې سهار وختي خوشې شوی .

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو هم و منله چې طالبانو ته د تبليغاتوپه تور د ايتلافي ځواکونو له لوري نيول شوی افغان خبريال شوی دی .

دغه خبريال تر هغه وروسته خوشې شو چې د بې پولې خبريالانو د ټولنې په ګډون د خبريالانو بنسټونو په دې اړه نيوکې وکړې او له ولسمشر کرزي څخه يې د مداخلې غوښتنه وکړه .

ولسمشر کرزي هم تېره ورځ امر کړی و چې اړوندې ادارې لاس په کار شي ، او د نيول شويو خبريالانو د نيولو په اړه پلټنې وکړي او ژر تر ژره يې راخوشې کړي.

د الجزېره عکاس محمدنادر په سويلي ولايت کندهار کې نيول شوی و. نوموړي تر خوشې کېدو وروسته بي بي سي ته وويل : ((بهرنيانو راڅخه پېنځه ځله پوښتنې ګروېږنې کړې دي خو بد چلند يې راسره نه دی کړی، ډوډۍ او اوبه يې هم راکولې . ))

تر ده وړاندې دوه تنه نور افغان خبريالان هم د افغان او ايتلافي ځواکونو له لوري نيول شوي ول .

ناټو وايي د دوی د معلوماتو له مخې دوو نيول شويو کسانو د طالبانو لپاره تبليغات کول . خو محمد نادر د جمعې د ورځې سهار وختي خوشې شوی مګر نور دوه تنه لا هم بنديان دي .

په دغو دوو کسانو کې يو د کاپيسا ولايت د سيمه ييز دولتي راډيو ټلوېزيون خبريال حجت الله مجددي دی چې د افغانستان استخباراتو د سپټمبر پر 18 نيولی دی .

او د ايتلافي ځواکونو له لوري درېيم نيول شوی خبريال رحمت الله نيکزاد نومېږي چې په غزني کې يې له الجزېره سره سره او له اسوشيټيډ پريس يې د ازاد خبريال په توګه کار کاوه.

ايتلافي ځواکونو ويلي ښاغلی نيکزاد به تر هغه مهاله په بند کې وي چې پر دوسيه يې له سره کتنه کېږي . د دريو واړو خبريالانو د نيول کېدو له امله په کور دننه د رسنيو او بشري حقونو پر ډلو سربېره له کوره د باندې هم سخت غبرګونونه راوپارېدل او د هغوی سمدستي خوشې کېدل يې وغوښتل .