کمیسیون: د اتو نورو ولایتونو 'قسمي' پایلې اعلان شوې

ښاغلی معنوي
Image caption د يکشنبې پر ورځ د ټاکنو د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي وويل چې نن به پخپله ويبپاڼه کې د کونړ، لغمان، باميان، دايکنډي، لوګر، خوست، جوزجان او فرياب د څو سلنې رايو پايلې هم اعلان کړي

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون بيا د اتو نورو لايتونو د څو سلنې رايو پايلې اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي نن به بيا د څو نورو لايتونو د څو سلنې رايو پايلې چې دوی ورته قسمي پايلې وايي اعلان کړي .

له دې سره ټول هغه ولايتونه چې تر دې مهاله يې د شمېرل شويو رايو د پايلو لږ سلنه اعلان شوې ۱۱ ته ورسېدل.

د ټاکنو کمېسيون خلکو ته ډاډ ورکړ چې ټولې رايې به سمې شمېرل کېږي او د شته شکايتونو له ارزولو وروسته به وروستۍ پايلې اعلانوي .

دا دويم ځل دی چې د وږي د اوويشتمې له ټاکنو يوه اونۍ وروسته د يو شمېر ولايتونو د شمېرل شويو څو سلنې رايو پايلې اعلانېږي .

د پنجشنبې پر ورځ د ټاکنو کمېسيون د پنېجشېر کاپيسا او پروان ولايتونو قسمي پايلې اعلان کړي وې .

د يکشنبې پر ورځ د ټاکنو د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي وويل چې نن به پخپله ويبپاڼه کې د کونړ، لغمان، باميان، دايکنډي، لوګر، خوست، جوزجان او فرياب د څو سلنې رايو پايلې هم اعلان کړي:

''کاپيسا ۵۱ اعشاريه يو فيصد ده چې قسمي پايلې به يې نن د ټاکنو د کمېسيون په ويبپاڼه کې خپرې شي، پروان ۴۱ اعشاريه درې فيصده ده ، دغه شمېره تېره ورځ شاوخوا ۲۲ فيصده وه ، وردګ ۱۸ اعشاريه اته ، دخوست هم ۱۸ اعشاريه اته فيصده دي چې د کمېسيون له تصويبه وروسته به خپرېږي ، د کونړ ۲۸ اعشاريه نهه فيصده ، لغمان ۳۲ اعشاريه دوه فيصده ده ، او په همدې ترتيب هغه سلنې چې موږ لرو يوازې د پنجشير نوي په سلو کې قسمي پايلې اعلانېږي او نور ټول ولايتونه چې تر اوسه پورې پروسس شوي سلنه يې تر ۵۰ لوړه نه ده ، موږ تمه لرو چې سبا او بله ورځ وکولای شو د نورو ولايتونو قسمي پايلې هم خپرې کړو. ''

Image caption د ټاکنو کمېسيون وويل چې د رايو لومړنۍ پايلې به د تلې پر ۱۷مه او وروستۍ پايلې به يې د لړم پر ۹ او يا ۱۰ اعلان شي.

د غه راز د ټاکنو کمېسيون وويل چې له هرات، تخار، بغلان، نورستان او پروان پرته د نورو ولايتونو څخه د ټاکنو او رايو اړوند توکي کابل ته را رسېدلي دي .

که څه هم د ټاکنو کمېسيون ومنله چې د وږي پر اووه ويشته د ولسي جرګې د ټاکنو په 620 مرکزونو کې درغلۍ، لاسوهنې او تېروتنې شوې دي خو خلکو ته يې ډاډ ورکړی چې په رای شمېرنه کې به تر ډېر غور وروسته پرېکړه کوي او د هېچا حق به و نه خوړل شي.

ښاغلي معنوي وويل د لاسوهنې او درغليو د شک پر بنسټ به په لوګر، خوست، بدخشان او تخار کې د ځينو مرکزونو او محلونو رايې له سره شمېرل کېږي .

د ټاکنو کمېسيون وويل چې د رايو لومړنۍ پايلې به د تلې پر ۱۷مه او وروستۍ پايلې به يې د لړم پر ۹ او يا ۱۰ اعلان شي.

ورته مطالب