د کندهار په عملیاتو کې د 5 وسله والو د وژل کېدو ادعا شوې

امریکايي ځواکونه په افغانستان کې
Image caption په دغو عملیاتو کې شاوخوا اتو زرو سرتېرو برخه اخیستې ده.

د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې د امریکايي او افغان ځواکونو ګډ عملیات پيل شوي دي.

بهرني ځواکونه وايي چې له تېرو جمعې او شنبې ورځو راهیسې په کندهار کې د پيل شوو عملیاتو په ترڅ کې لږترلږه پنځه وسله وال وژل شوي.

ایساف وايي د دغو عملیاتو ډېر پام د ژېړۍ ولسوالی پر غونډۍ کلا سیمه راټول دی.

دوی وايي د طالبانو مشران ډېر کله له دې ځایه د بریدونو پلانونه جوړوي او پر لویو لارو بریدونه کوي.

د کندهار ځايي چارواکي وايي دغه عملیات دوه ورځې وړاندې پيل شوي.

خو د کندهار د والي ویاند وايي دا هغه پراخه عملیات نه دي، چې له څو میاشتو راهیسې چمتووالی ورته نېول کېده.

خو د ژېړۍ ولسوال وايي چې دا د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا پيل شوي ستر عملیات دي.

عيني شاهدانو ويلي چې برايي شپه یې د ډزو غږ اورېدلی دی.

بل خوا تېره شپه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې پر امریکايي ځواکونو چاودنه شوې ده.

عيني شاهدانو ويلي چاودنه د شپې پر ۱۱ بجو وشوه، چې په وینا یې له چاودنې سره د امریکايانو ټانک ویالې ته ولوېد او په کې سپاره ټول سرتېري ووژل شول.

د عيني شاهدانو په وینا، تر چاودنې وروسته د بهرنیو ځواکونو یوه چورلکه راغله او په چاودنه کې وژل شوي کسان یې یووړل.

بلخوا خبري سرچینې وايي چې په دغه چاودنه کې یو ټپي شوی امریکایی عسکر د شپې مهال ورک و، چې سهار یې مړی وموندل شو.

خو امریکايي ځواکونو تر دې مهاله په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د ارغنداب ولسوال شاه احمد هم دا پېښه تایید کړې، خو ډېر جزییات یې نه دي ورکړي.

طالبانو ویلي چې په ارغنداب کې پر امریکايي سرتېرو چاودنه شوې، چې په ټانک کې سپاره درې سرتېري پکې وژل شوي او ټانک له منځه تللی دی.

Image caption عيني شاهدانو ویلي چې په ارغنداب کې پر امریکايي ځواکونو درنه چاودنه وشوه.

د کندهار والي توریالي ویسا او د کندهار د څلورم میوند زون قومندان له عملیاتو وړاندې ويلي وو چې په ژېړۍ او پنجوايي ولسوالیو کې عملیات پيلوي.

او څو میاشتې وړاندې هم افغان او نړیوالو ځواکونو په دغه ولایت کې کېدونکو عملیاتو خبر ورکړی و.

بل لوری په افغانستان کې مېشت سوله ساتي ځواکونه 'ایساف' وایي چې دوه سرتېري یې د افغانستان په سوېل کې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د ژېړۍ ولسوال عبدالکریم ولسمل ويلي دا عملیات د ژېړۍ په مکوان سیمه کې دوه ورځې مخکې پيل شوي، چې د دولت مخالفان په شا وتمبوي.

ښاغلي ولسمل دا هم وویل چې په سیمه کې د وسله والو لخوا د ځای پر ځای شوو ماینونو د پاکولو هڅې روانې دي.

د ژېړۍ ولسوال وویل چې د عملیاتو له پيلېدو سره وسله وال مخالفین له سیمې تښتېدلي.

نوموړي وويل چې د ژېړۍ مکوان سیمه اوس د افغان او ایتلافي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

افغان او بهرنیو ځواکونو ویلي چې د ښامار د ګوزار په نامه په دې عملیاتو کې شاوخوا اته زره سرتېرو ګډون کړی.

په سیمه کې یوه امریکايي خبریال میجیل مارکیز، چې له امریکايي ځواکونو سره مل دی، ویلي د هوايي ۱۰۱ امریکايي کنډک سرتېرو په دغو عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره په ګډه د مخالفانو ځينې پټن ځايونه کشف کړي او هلته یې په چاودېدونکو توکو کې کارېدونکي مواد موندلي.

Image caption دا په کندهار کې د نړیوالو ځواکونو د مخکني قومندان جنرال سټېنلي مکرېسټل تر لیرې کېدا او پر ځای یې د جنرال ډېوېډ پيټرېیاس تر ټاکل کېدو وروسته د خپل ډول لومړي عملیات دي.

ښاغلی مارکيز زیاتوي، افغان ځواکونه د عملیاتو پرمهال د ارغنداب لوري ته پرمخ تللي دي.

دغه خبریال زیاتوي، پوځي انجنیرانو شاوخوا په چاودنو کې شاوخوا ۲۵ ټنه کارېدونکي توکي نيولي دي.

کندهار چې د وسله والو طالبانو د فعالیت تر ټولو ستر ځای دی، د ولسي جرګې تر ټاکنو وروسته یو څه ارامه شوی دی.

دا په کندهار کې د نړیوالو ځواکونو د مخکني قومندان جنرال سټېنلي مکرېسټل تر لیرې کېدا او پر ځای یې د جنرال ډېوېډ پيټرېیاس تر ټاکل کېدو وروسته د خپل ډول لومړني عملیات دي.

رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې ۲۰۱۰ کال د نړیوالو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ کال و.

د روان کال له پيل راهیسې په افغانستان کې د وژل شوو بهرنیو سرتېرو شمېر ۵۳۵ ته ورسېد، په داسې حال کې چې تېر کال تر دې مودې پورې ۵۲۱ بهرني عسکر وژل شوي ول.

په دې وروستیو کلونو کې د بهرنیو ځواکونو پرضد د طالبانو بریدونه ډېر شوي، چې د دغه هېواد د جنوبي سیمو سربېره مرکزی، ختيځو او شمالي ولایتونو ته هم غځېدلي دي.

ورته مطالب