په کونړ کې یوه برتانوۍ تښتول شوې

کونړ
Image caption کونړ د افغانستان په ختيځ کې یوه غرنۍ او نسبتاً نارامه سیمه ده.

په کونړ کې پوليس وايي په دغه ولايت کې د تښتول شوې برتانوۍ د موندلو په موخه يې عمليات پيل کړي دي.

دغې ښځې د ايډيا نيو IDEA NEW په نامه مؤسسې ته کار کاوه، چې په کونړ کې هم د کرنې ځينې پروژې لري.

د کونړ پوليس وايي پرته له دې چې سميز پوليس خبر کړي دغه ښځه په خپل سر له ننگرهاره کونړ ته روانه شوې وه چې تېره ورځ 'یکشنبه، د سپتمبر ۲۶مه/ د تلې (میزان) څلورمه' تر غرمې مخکې د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې وتښتول شوه.

د کونړ د امنيې قومندان خليل الله ضيايي بي بي سي ته وويل چې پرون شاوخوا لس نيمې بجې پوليسو ته خبر راغى چې يوه سيمه کې دوه کرولا ډوله گاډي تش ولاړ دي.

نوموړي وويل چې پوليس سيمې ته ورسېدل نو ويې ليدل چې سپرلۍ يې تښتول شوي دي،ښاغلي ضيايي وويل چې اوس يې ددغو کسانو د موندلو هڅه پيل کړي دي:

''پوليسو سملاسي اقدام وکړ، او کوم مشکوک لوري ته چې دغه کسان وړل شوي، بیا وروسته مالومه شوه، چې په تښتول شوو کې یوه بهرنۍ ښځه، دوه ګاډي چلوونکي او يو احتمالاً ساتونکی دي. دغه بهرنۍ ښځه پرته له دې چې دغې سیمې ته امنيتي چارواکي له خپل سفر نه خبر کړي، په شخصي ګاډو کې هلته تللي ول. ''

ايډيا نيو مؤسسه چې په افغانستان کې د امريکا د پراختيايي ادارې يو ايس اى ډي په مرسته د کرنې په برخه کې کار کوي، د چارواکو په وينا د کونړ په سالار باغ کې هم پروژې لري چې دغه برتانوۍ يې ليدو ته روانه وه.

Image caption د بدخشان ولايت پوليسو ویلي وو چې د ورځې تر پايه به دغه مړي د ياد شوي ولايت کران ران منجان ولسوالۍ ته ورسول شي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت هم منلې، چې یوه برتانوۍ ښځه په افغانستان کې تښتول شوې ده.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي: "موږ په ټولو اړوندو چارواکو سره په اړیکه کې یو او همدا راز د د هغې له کورنۍ سره مو هم تماس شته."

تر اوسه د دغې برتانوۍ د تښتولو پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې.

ښځه او د هغې افغان همکاران په هغه سيمه کې تښتول شوي دي چې شاوخوا دوه نيم کاله مخکې په کې يو ترکى انجنير هم تښتول شوى و.

شاوخوا يوه مياشت مخکې هم يوه بله برياتنوۍ په بدخشان ولايت کې وژل شوې وه، چې طالبانو يې پړه منلې وه.

تېره میاشت په بدخشان ولایت کې وسله والو د روغتیا په برخه کې څو بهرني کارکوونکي تښتولي ول، چې بیا يې وژلي ول.

ورته مطالب