کرزی: تحصیلي بورسونو ته نوی میکانیزم جوړ کړﺉ

له هغه وروسته چې په بهرنيو بورسونو کې د درغليو او غيرعادلانه وېش ادعاوې رامخې ته شوې ولسمشر کرزي امر کړی چې د بورسونو لپاره دې نوی مکانيزم جوړ شي.

Image caption دا مهال په ځينو بهرنيو بورسونو کې د هر ولايت ونډه معلومه وي چې څومره کسان يې بايد ولاړ شي خو ځينو نورو ته بيا بيخي د ازادو سياليو له لارې خلک غوره کېږي چې کله نا کله خو د ورکړل شويو بوروسونو سم نيمايي له يوه ولايت څخه پوره شي.

افغانستان ته په دې وروستيو کې زياتو هېوادونو د ليسانس ، ماسټرۍ او دوکتورا بوروسونه ورکوي چې چارواکي وايي د ازادو سياليو په پايله کې خلک ورته غوره کېږي .

دا مهال د نړۍ د اوويشتو هېوادونو په اويا پوهنتونونو کې څه کم پېنځه زره افغان محصلين زده کړې کوي .

د طالبانو له ماتې وروسته يو شمېر هېوادونه حاضر شول چې له افغانستان کې سره د پوهنې او په ځانګړي ډول د لوړ زدکړو په برخه کې مرستې وکړي .

له دغه جګړه ځپلي هېواد سره لويه مرسته د مسلکي کدرونو روزنه وه چې افغان محصلينو ته بورسونه ورکړل شي او په دې توګه په بهر کې زده کړې وکړي.

دا د هغو کسانو لپاره چې غوښتل يې په بهر کې زده کړې وکړي يوه ښه فرصت و، خو د ډېرو په باور د بورسونو مسله هم تر ډېره له فساده هغسې لري پاتې نه شوه چې بايد وای .

لويه ستونزه د شفافيت نشتوالی او په غيرعادلانه توګه د بورسونو ويش و چې د ادعاو پر بنسټ د زور او پيسو لرونکي خلک پکې تر نورو مخکې کېدل .

له همدې امله د دوشنبې پر ورځ ولسمشر کرزي د بورسونو د پروسيجر د بيا ارزونې او ددې چارې لپاره د يوه نوي ميکانيزو د جوړولو امر کړی دی .

ښاغلي کرزي د خپلې کابينې د بهرنيو چارو، پوهنې او اقتصاد وزيرانو او د لوړو زدکړو سرپرست وزير ته ويلي چې د بهرنيو بورسونو لپاره پر شرايطو د بر ابرو کسانو د معرفي کولو لپاره دې د قيق او روڼ ميکانيزم جوړ کړي.

موخه همدا يوه ده چې د فساد ادعاوې ورکې شي او حق حقدار ته ورسېږي .

د لوړو زدکړو وزارت که څه هم د ولسمشر امر يوه اړتيا بولي خو دا نه مني چې ګنې د بورسونو په وېش کې د زورور او کمزوري توپير و.

خو ددې تر څنګ ددغه وزارت وياند عظيم نوربخش دا هم وايي چې د بورسونو لپاره د نوي ميکانيزم جوړول او له سره د پروسيجر کتنه او ارزونه به په دغه بهير کې لا رڼوالی راولي .

دا مهال په ځينو بهرنيو بورسونو کې د هر ولايت ونډه معلومه وي چې څومره کسان يې بايد ولاړ شي خو ځينو نورو ته بيا بيخي د ازادو سياليو له لارې خلک غوره کېږي چې کله نا کله خو د ورکړل شويو بوروسونو سم نيمايي له يوه ولايت څخه پوره شي.

د دغو بوروسونو شرايط توپير لري. ځينې هېوادونه افغان محصلينو ته پخپل هېواد کې يوازې ځای ورکوي او نور لګښتونه يې بايد محصلين پخپله وکړي خو ځينې نور يې بيا هر څه پر خپله غاړه اخلي.

د غه راز انګريزي ژبه هم د يوه مهم شرط په توګه يادېږي چې د افغانستان د ښوونځيو ډېری فارغان ورسره ستونزه لري . د لوړو زدکړو وزارت وايي دا مهال د نړۍ د 27 هېوادونو په اويا پوهنتونو کې څه کم 5000 زره محصلين لري .

په دغو محصلينو کې 2000 پر خپل لګښت او څه کم 3000 د دولت په لګښت تللي دي چې 2000 يې محصلين او پاتې شاوخوا 600 د پوهنتونو استادان دي چې د ماسټريو او دوکتوراوو پر اخيستلو بوخت دي.