رفعت: ځينې شکایتونه د ټاکنو پر پایلو اغېزه کولی شي

احمد ضياء رفعت
Image caption ددغه کمېسيون وياند احمد ضياء رفعت وايي هر څوک حق لري چې د ټاکنيزو شکايتو د کمېسيون کار وڅاري خو تر اوسه پورې دوی ته په دې اړه د ولسي جرګې مصوبه نه ده رسېدلې

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د دوی د کار د څارنې لپاره د ولسي جرګې له لوري ديوه پلاوي ګمارنې ته په غبرګون کې ويلي ، د ولسي جرګې مصوبه ورته نه ده رسېدلې خو هر څوک حق لري چې د قانون په چوکاټ کې د دوی کار وڅاري.

ولسي جرګې د وږي د اوويشتمې په ټاکنو کې د شويو درغليو او سرغړونو د عاملانو د پېژندنې او رسوايينې او د شکايتونو د کمېسيون د کار د څارنې لپاره اوه کسيزه جرګګۍ ټاکلې ده.

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي تر اوسه پورې ورته تر درې نيم زره زيات شکايتونه رسېدلي دي چې نيمايي ، داسې جدي شکايتونه دي چې کولای شي د ټاکنو پر پايلو اغېزه وکړي .

د ولسي جرګې غړو چې ډېری د راتلونکې ولسي جرګې په ټاکنو کې هم ولاړ ول په ټاکنو کې د شويو درغليو او لاسوهنو په اړه اندېښنه ښوولې ده .

ولسي جرګې د همدغه اندېښنو پر بنسټ يوې اوه کسيزې جرګګۍ ته دنده سپارلې چې د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون کارونه له نژدې وڅاري .

ددغه کمېسيون وياند احمد ضياء رفعت وايي هر څوک حق لري چې د ټاکنيزو شکايتو د کمېسيون کار وڅاري خو تر اوسه پورې دوی ته په دې اړه د ولسي جرګې مصوبه نه ده رسېدلې :

''د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون داسې يو بنسټ دی چې شکايتونو ته د رسېدنې او د ټولو سرغړونو او لاسوهنو د ارزونې واک لري . دغه بنسټ بې پرې او خپلواک بنسټ دی نو له دې امله موږ منتظر يو چې د ولسي جرګې مصوبه دغه بنسټ ته را ورسېږي چې په دقيق ډول ددغې مصوبې پر محتوا خبر شو او پوه شو چې د افغانستان ولسي جرګه څه ډول څارنه غواړي ؟

خو د ولسي جرګې غوښتنې ته د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون غبرګون به قانوني او د هغو واکونو پر بنسټ وي چې دغه کمېسيون د ټاکنو په قانون کې ورکړل شوي او تعريف شوي دي. ''

ښاغلی رفعت وايي تر اوسه پورې ورته په ټاکنو کې د درغليو، لاسوهنو او سرغړونو په تړاو تر 3600 زيات شکايتونه رسېدلي دي .

دده په باور نيمايي دغه شکايتونه داسې دي چې که رښتيا وخيژي نو د ټاکنو پر پايلو اغېزه کولای شي .

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي له ټولو ولايتونو څخه ورته شکايتونه رسېدلي دي خو ډېر يې له کابل، هرات، ننګرهار، خوست او بدخشان څخه دي .

دغه کمېسيون زياتوي چې د لومړنيو پايلو له اعلان وروسته شونې ده چې دشکايتونو شمېره نوره هم زياته شي .

ورته مطالب