غزنی: چاودنې مرستیال والي او ۵ نور کسان ووژل

محمد کاظم الله یار
Image caption محمد کاظم الله یار د جهاد پرمهال په غزني کې یو مشهور قومندان و، او له نژدې شپږو کالو راهیسې به غزني کې د مرستیال والي په توګه پاتې شوی دی.

افغان پولیس وایي د غزني ولایت د والي مرستیال، هغه مهال چې دندې ته روان و، په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د پولیسو یو سیمه ییز چارواکی دلاور زاهد وایي داسې ښکاري چې د والي پر مرستیال محمد کاظم الله یار ځانمرګی برید شوی وي.

لږ تر لږه پنځه نور کسان چې د نوموړي زوی هم په کې شامل دی په پیښه کې وژل شوي دي.

پولیس وایي 12 کسه نور د چاودنې له امله ټپیان شوي هم دي.

د غزني د والي ویاند اسماعیل جهانګیر بي بي سي ته وویل په دغه چاودنه کې د الله یار د زوی په ګډون د هغه وراره، یو ساتونکی او دوه ولسي وګړي هم وژل شوي.

محمد کاظم الله یار د شاوخوا شپږو کلونو لپاره د والي د مرستیال په توګه پاتې شوی و. او همدا دوه میاشتې وړاندې له یوې بمي چاودنې روغ وتلی و.

نوموړی مخکې د غزني له مشهورو قومندانانو څخه و.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي په دې برید کې ښاغلی الله یار، د هغه یو زوی، دوه ورېرونه او یو ساتونکی وژل شوي دي.

د کورنیو چارو له وزارته خپره شوې ویناپاڼه کاږي، دا برید هغه مهال شوی، کله چې ښاغلی الله یار له خپل کوره د د دفتر پر لور په ګاډي کې روان و.

د غزني ولایت یوه تن چارواکي، چې د نامه له اخیستو یې ډډه وکړه، بي بي سي ته د تیلې فون پر کرښه وویل، چاودنه نن سهار 'سه شنبه، د سپتمبر ۲۸مه' د غزني ښار د څلورمې حوزې په اړونده د تېلو د زاړه ټانک په سیمه کې وشوه.

د غزني چارواکو ویلي دا لا مالومه نه ده، چې ایا دا ځانمرګی برید و، او که پر موټر سایکل ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي ول.

د چارواکو په وینا دا مهال یې د چاودنې په اړه پلټنه پيل کړې ده.

د پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې او نه یې څوک په تور نیول شوي.

غزنی یو له هغو مرکزي ولایتونو څخه دی، چې ډېر وخت پکې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې وي.

د غزني امنيتي چارواکو وړاندې بي بي سي ته ویلي وو ددغه ولايت په 'ده يک' ولسوالۍ کې د پوليسو او طالبانو تر منځ په نښته کې اووه طالبان وژل شوي.

طالبان ادعاکوي چې په نښته کې د دوی دوه ملګري وژل شوي او دوی ۱۲ پوليس وژلي دي، خو پوليس دغه ادعا ردوي.

د غزني والي: له پاکستانه هیله کېږي

Image caption ښاغلی اکبر زاده زیاته کړه، که چېرې په افغانستان کې امنیت راشيو پاکستان کې امنیت راځي، د ایران امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی دی.

د غزني والي محمد موسی خان اکبرزاده د بي بي سي له اردو څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو چې پاکستان د افغانستان یو ګاونډی او ورور هېواد دی، چې د افغانستان د امنیت په ټينګښت کې ښه رول لوبولی شي.

بشپړه مرکه وګورﺉ (اردو)

د غزني والي دا مرکه پولنډ ته د یوه سفر پرمهال په وارسا کې کړې ده.

ښاغلي اکبر زاده بي بي سي ته ویلي:''که څه هم خلک وايي چې غزنی له ناامنو ولایتونو څخه دی، خو په دې ورووستیو کې د ناامنۍ کومه لویه پېښه نه ده شوې.''

ښاغلی اکبر زاده زیاته کړه، ''که چېرې په افغانستان کې امنیت راشي، پاکستان کې امنیت راځي، د ایران امنیت د افغانستان له امنیت سره تړلی دی.''

ورته مطالب