د سولې د عالي شورا ۶۸ کسیزه نوملړ خپور شو

جرګه
Image caption افغان ولسمشر په دې کار کې د افغان دولت د هغو هلو ځلو يادونه هم وکړه چې په تر دې مهاله افغان دولت ترسره کړي دي.

د سولې د عالي شورا 68 کسيز نوملړ تر يو لړ نانديريو وروسته نن په کابل کې خپور شو .

په دغې شورا کې د جهادي تنظيمونو رهبران، قامي مشران ، د مدنې ټولنې ځينې غړي، يو شمير پوهان، د طالبانو او اسلامي حزب ځينې پخواني غړي او يو شمېر مېرمنې غړيتوب لري .

په دغه نوملړ کې د هغو کسانونومونه راغلي چې تر ډېره په افغانانو کې د پېژندل شويو څېرو په نامه يادېږي، د جهادي تنظيمونو د پخوانيو مشرانو صبغت الله مجددي، برهان الدين رباني، اصف محسني، پير سيداحمد گيلاني، عبدالرب رسول سياف ، محمد محقق او د ځينو نورو جهادي مشرانو تر څنگ ، د پخوانيو طالب چارواکو لکه عبدالحکيم مجاهد او ارسلا رحماني ، د اسلامي جزب ځينو پخوانيو غړو او د مدني ټولنې د يو شمير غړو نومونه ترسترگو کيږي .

دا رنگه گلالۍ نور ساپۍ، هوا علم نورستانۍ ، صديقه بلخي او د ځينو نورو مېرمنو نومونه هم شته چې تر ډېره په افغانستان کې پېژندل شوي دي.

دغه شورا د سولي د ملي مشورتي جرگې د پرېکړې په رڼا کې جوړېږي چې دنده يې د حکومت له وسله والو مخالفانو سره د جوړ جاړي د خبرو ميکانيزم جوړول دي.

د دغه نوملړ تر خپرېدو شاوخوا درې ساعته وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي په يوې غونډه کې يو ځلې بيا پر طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو غږ وکړ چې له جگړې دې لاس په سر شي او د دولت سره دې خبرو اترو ته کېني.

سره له دې چې تر دې وړاندې هم ښاغلي کرزي په وار، وار دغه شان غوښتنې تکرار کړي، خو د غونډې د يو شمېر گډونوالو په وينا د افغان ولسمشر له وروستۍ وينا نه داسې ښکارېده چې هغه تر پخوا زيات دردېدلى او په دغې غوښتنه کې يې د زړه بړاس رابرسېره کړی دی:

''طالبان او نور هغه که ځانونه د دې خاورې بولي، هغوى چې ځانونه مسلمانان او افغانان بولي په دې دې پوه شي چې د هغو هره ويشتل شوې گولۍ د دغه هېواد په زړه او گوگل باندې لگېدلې گولۍ ده چې گټه يې يوازې د دې حاورې دښمنانو ته رسي، هر هغه مرمۍ چې دوى واروي هغه د دې خاورې د دښمنانو په خيراو گټه ده.''

ښاغلي کرزي يو ځلې بيا په افغانستان کې روانه جگړه ناروا وبلله او وسله والو طالبانو او نورو مخالفو وسله والو له غوږه يې تېره کړه چې که هغوى جگړه کوي نو په وينا يې چې ټوله گټه يې د نورو په برخه کېږي.

افغان ولسمشر په دې کار کې د افغان دولت د هغو هلو ځلو يادونه هم وکړه چې په تر دې مهاله افغان دولت ترسره کړي دي.

ښاغلي کرزي د سولې د عالي شورا د نوملړ له خپراوي ايله درې ساعته وړاندې دغه څرگندونې په يوې جوړه شوې غونډه کې کولې :

'' انشاء الله تعالى همدا نن که افغان حکومت راسره مرسته وکړه د سولې د عالي شورا نوملړ اعلانېږي چې شاوخوا 60 غړي لري، پر دغه نوم لړ مو درې څلور مياشتې کار کړى د هيواد د ټولو مشرانو او مخورو سره مې سلا مشورې پرې کړې، عونډې مو سره نيولې ، زموږ ځينې مشران چې همدا نن په دې غونډه کې برخه لري په دې نوملړ کې يې نومونه شته.''

Image caption د سولې په دغه غالي شورا کې يو شمېر مېرمنې هم غړيتوب لري .

افغان حکومت څه نا څه يوه مياشت وړاندې ويلي و چې دغه نوملړ به ډير ژر خپور شي، خو د ځينو کتونکو په وينا د ښکېلو غاړو تر منځ د دغې شورا د مشرتابه پر سر راپورته شويو ناندريو دغه چاره ځنډولې وه.

سره له دې چې افغان حکومت په وار، وار له وسله والو طالبانو او نورو دولت ضد ډلو غوښتي چې د سولې په بهير راگډ شي او له افغان دولت سره يو ځاى د سولې په چرگۍ کيني، خو وسله والو طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ډلو هره پلا له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو د وتلو شرط رامخې ته کړى دى.

په همدې حال کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېياس پرون د طالبانو او افغان دولت د لوړ پوړو چارواکو تر منځ د ليدو کتو او خبرو اترو ځينې پلو پورته کړ.

ورته مطالب