د ناټو یو جګپوړی جنرال افغان پوځ ته نور روزونکي غواړي

ډګر جنرال ویلیم کالډوېل
Image caption ډګرجنرال وېلیم کالډوېل بي بي سي ته وویل که نور روزونکي ورته ونه رسېږي، افغان ځواکونو ته به د امنیتي چارو په سپارلو کې ځنډ رامنځ ته شي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د روزنیزو چارو مشر ډګر جنرال ویلیم کالډوېل وايي که دغه هېواد ته نور مسلکي پوځي روزونکی ونه لېږل شي، ښايي تګلاره به یې له ځنډ سره مخامخ شي.

جنرال کالدوېل بي بي سي ته ویلي تېر کال افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې ښه پرمختګ کړی دی.

نوموړی وايي دا مهال د ۴۴۰ تنو مسلکي روزونکو د کمښت مانا به دا وي هغه پلان چې له مخې یې امنيتي چارې افغان ځاکونو ته سپارل کېږي، وبه ځنډېږي.

دغه امریکايي جنرال د ناټو په مقر بروسل کې دی، چې په افغانستان کې د خپل ماموریت په اړه غړو هېوادونو ته مالومات ورکړي.

د افغان پوځ روزنه د ناټو د ستراتيژۍ یوه برخه ده.

ډګرجنرال وېلیم کالډوېل بي بي سي ته وویل که نور روزونکي ورته ونه رسېږي، افغان ځواکونو ته به د امنیتي چارو په سپارلو کې ځنډ رامنځ ته شي:

''زه باوري یم کله چې ډېر هېوادونه دا اړتیا احساس کړي، نو موږ به زياتي روزونکي وګورو چې زموږ د دغو مشخصو غوښتنو په برخه کې مرسته راسره وکړي. خو تر څو چې موږ دغه ځانګړي روزونکي ونه لرو، تر هغه به په چټکه توګه ځانګړي روزنیز ښوونځي هم ونه لرو. دا به په دې مانا وي چې موږ به د روزنې اضافي امکانات ونه لرو، او په پای کې به دا چاره افغان امنیتي ځواکونو ته د مسؤولیت لېږد هم وځنډوي.''

د پوځي چارو کارپوهان وايي که چېرې دغه روزونکي افغانستان ته ونه لېږل شي، ښايي پایلې به یې ناوړه وي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، امریکا او ناټو غواړي چې تر راتلونکي کال پورې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو شمېر درې لکو ته لوړ کړي.

د تېرې اګست میاشتې په لومړیو کې 'تېرې والکر' چې د ناټو ځواکونو لخوا په هلمند کې د افغان ځواکونو د روزنې چاره پر مخ بيايي، بي بي سي ته ویلي وو افغان پوليسو او سر تېرو ته د سواد يا ليک لوست ور زده کول د پوځي روزنو هغومره مهم بولي:

''د افغان ځواکونو د روزنې په ډگر کې زموږ ستره ننگونه بې سوادي ده. موږ غواړو چې دغه ستونزه حل کړو. د اوس لپاره مو د سواد زده کړي کورسونه افغان ځواکونو ته پرانیستي چې هر پوليس د ورځې لږ تر لږه دوه ساعته په دغو کورسونو کې گډون کوي.''

ورته مطالب