په کابل کې د بشري حقونو د ملاتړ څانګه پرانیستل شوه

حبیب الله غالب
Image caption د عدلیې وزیر حبیب الله غالب وايي افغانستان نړیوالو تړونونو ته ژمن دی

د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو په همکارۍ د بشري حقونو د ملاتړ یوه څانګه پرانیستله. د دغې څانګې اساسي دندې د نړیوالو بشري حقونو د تړونونو په لړ کې د حکومت د ظرفیتونو لوړول او په دې برخه کې د هغوی د فعالیتونو څارنه په ګوته شوې ده.

د افغانستان د حکومت د ننه د بشري حقونو د ملاتړ څانګه جوړول په خپل ډول کې یو بې ساری ګام دی.

دغه څانګه د لندن او کابل په نړیوالو غونډو کې د افغان چارواکو د ژمنو پر بنسټ د بشري حقونو د څارنې په موخه جوړه شوې ده.

یاده شوې څانګه دنده لري چې د اساسي قانون او نړیوالو تړونونو په رڼا کې او د نړیوالو بشري حقونو تر څارنې لاندې د افغانستان د حکومت ظرفیتونه لوړ کړي.

پر دې سربېره دغه څانګه د بشري حقونو اړوندو ستراتيژيکو، فني او حقوقي موضوعاتو پلټنه کوي او په رڼا کې یې نافذه قوانین تحلیلوي.

د افغانستان د عدلیې وزارت چې په دې لړ کې ښکېله غاړه بلل کېږي، هیلمندي ښيي چې د دې څانګې په جوړېدو به په هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو کچه ډېره راټيټه شي.

د عدلیې وزیر حبیب الله غالب وايي افغانستان نړیوالو تړونونو ته ژمن دی:

''افغانستان چې تر اوسه شپږ نړیوال تړونونه لاسلیک کړي، ارومرو ورته ژمن دی، چې خپله ژمنتیا یې د لندن او کابل په غونډو کې په ډاګه کړې ده، انشاء الله چې پر خپله ژمنه به ولاړ وي، دا ځکه چې دغه تړونونه یې د خپلې ملي ستراتيژۍ یوه برخه ګرځولې ده.''

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دغه څانګه د دغه سازمان د پراختیايي پروګرامونو په همکارۍ د بریتانیا، کاناډا، المان، ناروې، سویس او ډنمارک په مالي مرسته جوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یا UNDP رييس منوج بسنیات وايي د دغې څانګې ټول فعالیتونه د افغانستان له اساسي قانون سره سم پرمخ وړل کېږي:

''زه یوازې غواړم دا ووایم چې زموږ کار د افغانستان د اساسي قانون له اوومې مادې سره سر خوري. په دغه ماده کې راغلي چې : دولت د ملګرو ملتونو د منشور، د بین الدول معاهدو، د نړیوالو میثاقونو چې افغانستان له هغو سره تړاو لري او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې رعایت کوي. نو دغه څانګه د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې د افغانستان د حکومت د ملاتړ لپاره دغو تړونونو او اساسي قانون ته په درناوي کار کوي.''

د دغې څانګې د پرانیستلو په غونډه کې، چې د عدلیې په وزارت کې جوړه شوې وه، د افغانستان د وزارتونو او یو شمېر نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

د کاناډا، ناروې او ډنمارک سفیرانو په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالیتونو په برخه کې د دې څانګې جوړول یو ستر ګام وباله.

ګډ کار

Image caption دغه څانګه چې د فعالیت زیاتره برخه یې د بشري حقونو د تړونونو پلی کول او ارزونه ده، په داسې حال کې جوړېږي، چې تر اوسه افغانستان شپږ نړیوال تړونونه لاسلیک کړي دي.

بل خوا په کابل کې د برتانیا سفیر ویلیم پيتي وویل د افغانستان ټول وزارتونه به د دې څانګې د بریالیتوب لپاره په ګډه کار کوي.

نوموړي وویل د بشري حقونو ارزښتونه، برابري، د قانون پلی کول یوازې پر یوه هېواد پورې نه دی :

''دا د لوېديځ ارزښتونه نه دي، بلکې نړیوال ارزښتونه دي، لکه څرنګه چې وزیر په خپلو خبرو کې اشاره ورته وکړه، د بشر حقونه اسلامي ارزښتونه دي. موږ ټول د دې د ساتنې او څارنې دنده لرو، چې ټول ترېنه برخمن شو.''

دغه څانګه چې د فعالیت زیاتره برخه یې د بشري حقونو د تړونونو پلی کول او ارزونه ده، په داسې حال کې جوړېږي، چې تر اوسه افغانستان شپږ نړیوال تړونونه لاسلیک کړي دي.

د مدني او سیاسي حقونو کنوانیسیون، د اقتصادي ټولنیزو، او کولتوري حقونو کنوانیسیون، د توک پالنې د لیرې کولو نړیوال کنوانسیون، د تاوتریخوالي او شکنجې پرضد کنوانسیون، له ښځو سره د تاوتریخوالي پرضد او د ماشومانو د حقونو د ملاتړ کنوانسیون هغه نړیوال تړونونه دي، چې د افغانستان حکومت تصویب کړي دي.

ورته مطالب