کابل: زرګونو ځوانانو په يوه علمي سيالۍ کې ګډون وکړ

سيالۍ
Image caption دا په کابل کې د يوه نادولتي ديني او ټولنيز بنسټ له لوري د خپل ډول تر ټولو ستره سيالي بلل کېږي.

په افغانستان کې يوې علمي او ټولنيزې ټولنې داسې سيالۍ جوړه کړې وې،چې زرگونو ځوانانو او سلگونو نجونو په کې برخه اخستې وه.

په دغې سيالۍ کې د افغانستان د بيلابيلو پوهنتونو،دارالعلومونو، لېسو او نورو ښوونيزو ادارو له زده کونکو څخه په ليکلې بڼه ازموينه واخستل شوه.

دغه سيالۍ چې د کابل په عيدگاه جومات کې جوړې شوې وې، له بېلابېلو ولايتونو څخه زرگونو زده کونکو او محصلينو پکې برخه اخستې وه.

د سياليو په ترڅ کې له مينه والو څخه د اسلامي علومو، ټولينزو علومو، ساينسي علومو او نورو په برخه کې ازموينه واخستل شوه.

د افغانستان د ټولنيزې اصلاح او پرمختيا د ټولنې يوه چارواکي او د سيالۍ سنبالونکي عبدالفتاح جواد بي بي سي ته وويل د سيالۍ موخه د ځوانانو علمي کچه پورته کول او د لوست کلتور دودول دي.

ښاغلي جواد وويل ځوانانو ته د سالمو مصروفيتونو پيدا کول، د ښو اخلاقو دودول، او د اخلاقي فساد پر وړاندې مبارزه کول د سيالۍ نورې موخې دي.

د بهير د روڼاوي په موخه د ټولنيزې اصلاح چارواکو پريکړه کړې ده ،چې دوى به د ازموينې له پاڼو سره کار نه لري،او يوه ځانگړې جرگگۍ به نومرې ورکوي.

دغه جرگگۍ چې ٤٠ تنه غړي لري د پوهنتونونو دارالعلومونو او نورو ښوونيزو ادارو له استادانو څخه جوړه شوې ده.

د سيالۍ له زرگونو گډونوالو څخه به ٢٠ وتليو گډونوالو ته لوړې جايزې او ٢٠٠ نورو ته ډالۍ ورکول کېږي.