نيازی: سږ کال د حاجيانو د لېږد رالېږد لپاره سم چمتو يو

بيت الله شريف
Image caption سږ کال به له افغانستان څخه شاوخوا پېنځه درېرش زره کسان حج ته ولاړ شي.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي سعودي عربستان ته د افغان حاجيانو د لېږد چاره سر له راتلونکې شنبې پيلوي.

د حج او اوقافو وزير محمديوسف نيازي بي بي سي ته وويل سږکال به ټول ۳۵ زره حاجيان د کابل ، کندهار، هرات او بلخ له هوايي ډګرونو څخه سعودي عربستان واستول شي.

نوموړي زياته کړه د حاجيانو لويه برخه ، شاوخوا ۳۰ زره به د دولتي هوايي کرښې اريانا افغان هوايي شرکت په مرسته او پاتې نور به يې د يوه خصوصي شرکت لخوا سعودي عربستان ته لېږدول او رالېږدول کېږي .

ښاغلي يوسف وويل په تېرو کلونو کې حج ته د تلونکو افغانانو شمېره تر پېنځه ويشت زره نه پورته کېده خو سږ کال دغه شمېره لس زره نوره زياته شوې ده .

د نوموړي په وينا له همدې امله د سعودي عربستان ته د حج د اداکوونکو د لېږد بهير هم تر دوديز وخت يو څه مخکې پيل کړی دی چې ټول به يوه مياشت کې سعودي عربستان ته واستول شي.

په تېر کې لويه ستونزه په سعودي عربستان کې د اوسېدلو وه .

هلته د اوسېدلو له امله به د حاجيانو شکايت دا وه چې ودانۍ ورته لېري نيول کېږي او دوی د نورو هېوادونو د وګړو په څېر هغو ځايونو ته اسانه نه شي رسېدای چې حج پکې ادا کېږي .

خو سږ کال د حج او اوقافو وزير وايي چې افغان حاجيانو ته يې ټولې ودانۍ د مکې مکرمې حرم ته نژدې نيولې دي .

هغه وويل شل زره حاجيانو ته په داسې سيمو کې ودانۍ نيول شوې چې تر حرمه پورې په پلي تګ پېنځلس دقيقې لاره ده.

له افغانستان ته څخه حج ته د تلونکو لويه برخه نالوستي وي او د حج د مراسمو د اداينې پر مهال له شرعي او مذهبي ستونزو سره مخامخ کېږي . حکومت د همدغو ستونزو د هواري او د ديني لارښوونو لپاره هر کال ورسره لارښوونکي لېږي خو په تېر کې ستونزه دا وه چې ويل کېدل لارښوونکو په حاجيانو پسې سر نه ګرځاوه او له امله يې ډېر حاجيان په ستونزو کې راښکېل ول.

د حج او اوقافو وزارت وايي دغه ستونزه دوی هم په پام کې نيولې او سږ کال يې له ټولو لارښوونکو څخه ضمانت اخيستی دی چې خپله دنده به سمه تر سره کوي او که يې ناغيړي وکړه نو سمدستي به يې پر ځای نور هغه افغانان ګماري چې په سعودي عربستان کې مېشت دي .

د حاجيانو د رالېږدولو مسله هم په تېر کې ډېره نانديزه وه او زر ګونه کسان به د راتګ تر ټاکلي وخت وروسته ډېر نور په سعودي کې پاتې کېدل چې نه به يې پيسې درلودې او نه هم ځای .

وزير محمديوسف نيازی وايي سږ کال يې له هوايي شرکتونو سره داسې تړون کړی چې که حاجيان پر خپل وخت را ونه لېږدوي نو حکومت به پرې لګښت کوي او بيا به يې له هوايي شرکتونو څخه ګرځوي.

په افغانستان کې له څو کلونو راهيسې د حج لپاره د خلکو د لېږد رالېږد مسله يوه جنجنالي مسله ده .

په دغه بهير کې ان تېر کال هم د اداري فساد او درغليو ادعاوې را دبره شوې چې سرپرست وزير صديق چکري پکې د لويې څارنوالۍ له لوري ګرم وپېژندل شوي او د نيولو امر يې وشو.

ښاغلی چکري تر دې مهاله په لندن کې اوسي او نه دی نيول شوی.

تر نوموړي وړاندې د حاجيانو له مسلې سره د تړلو ستونزو له امله د ترانسپورت او هوايي چلند دوه وزيران عنايت الله قاسمي او حميدالله قادري هم له خپلو دندو لېري کړای شول .