جوزف بلاټس: د کندهار پوځي عمليات ښه پر مخ ځي

ښاغلی بلاټس
Image caption ښاغلی بلاټس وايي که حالت ښه شي نو عمليات به ژر پای و مومي او کنه نو تر ډېره به روان وي.

ناټو ځواکونه وايي (( له کندهار سره همکاري)) په نوم پوځي عملياتو کې د کندهار په پنجوايي، ژېړۍ او ارغنداو ولسواليو کې د طالبانو څو پتنځايونه ويجاړ شوي دي .

د ناټو په وينادغه عمليات چې په تېرو څو کلونو کې د خپل ډول تر ټولو ستر عمليات دي د کندهار نورو سيمو ته به هم وغوځول شي.

ناټو وايي په کندهار کې روان عمليات د پوځي چارو پر ځای ډېر پام ملکي چارو ته کوي او ټينګار کوي چې د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره يې دغلته څو بنسټيزې پروژې هم پيل کړې دي .

په افغانستان کې د ناټو وياند جوزف بلاټس ددغو عملياتو له پايلو خوښي څرګندوي او زياتوي که حالت ښه شي عمليات به ژر پای ته ورسېږي او کنه نو ځواکونه به يې دغلته د بدلون تر راوستلو بوخت پاتې شي : ((موږ د حالاتو په ښه کولو کې ډېر مهم ګامونه اخيستي دي . ددغو عملياتو په ترڅ کې موږ يو لړ برياليتوبونه درلودل او د زيانونو شمېره هم ډېره کمه ده .

زه ويلای شم چې موږ خپلو موخو ته درسېدو په درشل کې يو. خو د عملياتو پای ته رسېدل په راتلونکو ورځو کې په ترلاسه کېدونکو پرمختګونو او حالاتو پسې اړه تړلي ، ځکه چې موږ بايد ټولو امنيتي ستونزو او ننګونو ته ځان ورسوو.))

ښاغلی بلاټس وايي د کندهار د عملياتو تر پای ته رسېدو وروسته په پام کې لري چې په نورو ولايتونو کې هم ورته عمليات وکړي .

د طالبانو له ماتې را وروسته چې نړيواله ټولنه افغانستان ته راغلې د طالبانو او د دولت دمخالفينو پر ضد يې سلګونه ځله پوځي علميات کړي دي خو د کندهار هغه له ټولو پخوانيو څخه توپيرلري .

په کندهار کې له څو مياشتو راهيسې د افغان امنيتي ځواکونو په مرسته او د سيمې د خلکو په همکاري دغه عمليات روان دي .

عملياتو څو پړاوونه درلودل او هر ځل چې سيمه د دولت له مخالفينو پاکېږي نو د تېرو عملياتو پر خلاف ناټو ځواکونه په سيمه کې پاتې کېږي چې د مخالفينو د بېرته راستنېدو مخه ډب کړي .