کوسټا: طالبانو د پولیسو په لیکو کې نفوذ کړی دی

انتونیو ماریه کوستا
Image caption د نشه يي توکو او جرمونو پرضد د ادارې پخواني مشر انتونیو ماریه کوستا بي بي سي ته وویل د طالبانو کسان له وړاندې هم د امنیتي ځواکونو په مېنځ کې وو او وار د مخه یې هم یو شمېر بریدونه کړي دي.

له دندې اوس- اوس لیرې شوي د ملګرو ملتونو يوه چارواکي خبرداری ورکړی چې طالبانو د افغان پوځ او پولیسو په ليکو کې نفوذ کړی او پلان لري چې پر ناټو ځواکونو نور بریدونه وکړي.

د نشه يي توکو او جرمونو پرضد د ادارې پخواني مشر انتونیو ماریه کوستا بي بي سي ته وویل د طالبانو کسان له وړاندې هم د امنیتي ځواکونو په منځ کې وو او وار د مخه یې هم یو شمېر بریدونه کړي دي.

ډاکټر کوسټا چې د تېر ۲۰۰۹ کال تر اګست میاشتې پورې د نشه يي توکو او جرمونو پرضد د ادارې مشر و، بي بي سي ته ویلي همدا اوس هم دښمن د پولیسو په لیکو کې شته:

"موږ ګڼ داسې دلایل لرو چې په پوځ کې د ورننوتو کسانو لخوا ځينې ځانمرګي بریدونه شوي، ځکه چې دوی د پوځ لیکو ته لاره موندلې وه."

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو یوه ویاند ویلې چې د افغان پوځ او پولیسو ترمنځ د طالبانو د نفوذ ستونزه کله کله پېښېږي او ډېری افغان ځواکونه مرکزي حکومت ته وفادار دي.

بل خوا د افغانستان د دفاع وزارت د ښاغلي کوسټا خبرې په بشپړ ډول ردوي.

د وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي بي بي سي ته ووېل چې په تېرو نهو کلونو کې يوه يا دوه پېښې د دې مانا نه لري چې ګواکې طالبانو دې د ملي اردو په ليکو کې نفوذ کړی وي:

''د ملي اردو له جوړېدو نهه کاله تېرېږي، په دې نهو کلونو کې داسې کومه لويه پېښه نه ده شوې چې د اردو په ليکو کې د دښمن نفوذ وښيي . يو يا دوه ځله چې سرتېرو په بهرنيو ځواکونو بريدونه کړي، دا ډول پېښې په امريکا کې هم کيږي او تاسو شاهد ياست چې په امريکا کې يوه افسر په خپلو ملګرو بريد وکړ.

Image caption په تېره جنورۍ میاشت کې وسله والو طالبانو ویلي وو چې یو تن یې افغان ځواکونو ته ورننوتی، و چې لږترلږه د امریکا د مرکزي څارګرې ادارې 'سي آی اې' اووه غړي یې ووژل.

دا د دې مانا نه لري چې دښمن زموږ په ليکو کې نفوذ کړی، موږ په بشپړ ډول دا ردوو.''

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې ټاکل شوې ده، تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې امنيتي چارې خپله افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

داسې وېرې شته، چې ګني طالبان د افغان پولیسو او ملي اردو په لیکو کې د خپل نفوذ په ډېرولو سره خپل بریدونه ډېر کړي.

په تېره جنورۍ میاشت کې وسله والو طالبانو ویلي وو چې یو تن یې افغان ځواکونو ته ورننوتی، و چې لږترلږه د امریکا د مرکزي څارګرې ادارې 'سي آی اې' اووه غړي یې ووژل.

او د ۲۰۰۹ کال په نومبر میاشت کې بیا یوه افغان سرتېري په نارامه ولایت هلمند کې پنځه برتانوي سرتېري په ډزو ووژل.

ورته مطالب