معنوي: د ټاکنو لومړۍ پايلې د تلې پر ۲۵مه اعلانېږي

ښاغلی معنوي
Image caption ښاغلي معنوي وويل چې تر دې مهاله يې د ولسي جرگې د تيرو ټاکنو ۱۴۲ نوماندان يې هم د بېلابېلو سرغړونو او ټگيو برگيو له کبله د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته ور پيژندلي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې د افغانستان له بيلابيلو برخو نه د څه باندې ٣٣٩ ټاکنيزو مرکزونو رايي به د کورنيو او بهرنيو څارونکو په مخ کې يو ځل بيا له سره وشميرل شي.

سربيره پر دې د ياد شوي کميسيون مشر فضل احمد معنوي وويل چې تر دې مهاله يې د دوه سوه او اوه ويشتو مرکزونو رايي کوټه او باطلې اعلان کړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر وويل چې يوه مرکز ته تر ليږل شويو راى پاڼو ډيرې پاڼې موندل،يوه نوماند ته د رايو ٩٠ سلنه ځانگړي کيدل،او په پايلو کې قلم وهنه شک پارونکي دي او بايد په اړه يې پوره دقت وشي.

نوموړى وايي چې له کره رايو ځنې د نا کره رايو بيلول وخت ته اړتيا لري وايي له همدې کبله کميسيون پريکړه وکړه چې د ټاکنو لومړۍ رسمي پايلې به له يوې اونۍ ځنډ سره په ډاگه کوي:

((موږ مخکې اعلان کړى و چې د تلې پر ۱۷ به لومړۍ پايلې اعلانوو، خو له بده مرغه اړينه ده چې بايد کره ارزونه تر سره کړو، نو په پاى کې کميسيون وويل چې لومړۍ پايلې دى تر ټاکلي وخت يوه اوونۍ وروسته اعلان شي، يانې که د خداى خوښه وه پوره د تلې پر ۲۵مه نېټه.))

ښاغلي معنوي وويل چې تر دې مهاله يې د ولسي جرگې د تيرو ټاکنو ۱۴۲ نوماندان يې هم د بېلابېلو سرغړونو او ټگيو برگيو له کبله د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته ور پيژندلي دي.

چارواکي وايي وايي که تورن کسان پړه وخيژې، او سيالۍ يې گټلې هم وي بيلونکي به پيژندل کيږي،او نومونه به يې د نوماندانو له نوملړه ايستل کيږي.

Image caption د ولسي جرگې تيرې ټاکنې د وږي په ۱۷تر سره شوې، په دغو ټاکنو کې تر 2500 ډيرو نوماندانو د ولسي جرگې د ۲۴۹ څوکيو لپاره ټاکنيزه سيالي کوله.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر بله خبره دا وکړه که د کميسون کومو کا کونکو يې درغلي کړې وي هغه به هم د هيواد عدلي او قضايي ارگانونو ته ور وپيژني.

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه که څوک ددرغيلو په اړه ډک شوي فلمونه يا اخستل شوي انځورونه لري هغه دې د ارزولو لپاره د ټاکنو او شکايتونو کميسيونونو ته وسپاري.

د ولسي جرگې تيرې ټاکنې د وږي په ۱۷تر سره شوې، په دغو ټاکنو کې تر دوه زره او ۵۰۰ ډيرو نوماندانو د ولسي جرگې د ۲۴۹ څوکيو لپاره ټاکنيزه سيالي کوله.

امنيت ددغو ټاکنو په مخ کې تر ټولو ستره ننگونه بلل کېده.

ورته مطالب