"افغان حکومت له طالبانو سره د لوړې کچې خبرې رد کړې"

واشنګټن پوست د ځينو افغان او عربي سرچینو په حواله ويلي، دوی د لومړي ځل لپاره دا باور ترلاسه کړی، چې د طالبانو استازو د کوټې د شورا او د طالبانو د مشر ملا محمد عمر لخوا په پوره واک او اختیار سره د سولې په خبرو کې ګډون کړی دی.

Image caption وړاندې د سولې د عالي شورا د لېست د اعلانېدو په غبرګون کې طالبانو ویلي وو دوی پر دې باور دي، چې امریکا او نور ملګري یې خپله ماتې په دغه راز کړنو پټوي او غواړي چې طالبان په یو ډول له دې غوښتنې راوګرځوي چې بهرني ځواکونه دې له افغانستان نه ووځي.

دغه سرچینه وايي چې د طالبانو استازي د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډېر جدي او د مناسبې لارې په لټه کې دي.

خو افغان چارواکو له طالبانو سره هر راز رسمي خبرې رد کړې دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د دفتر یوه تن ویاند حامد علمي بي بي سي ته وویل، ښايي دا خبرې په سیمه ییزه کچه د دواړو غاړو ترمنځ شوې وي، خو هېڅ رسمیت نه لري:

''کوم خبرونه چې په ځینو رسنیو کې راغلي، چې ګني د افغان حکومت او جګپوړو طالب مشرانو ترمنځ خبرې شوې، موږ یې نه شو تاییدولی، ښايي دا ډول خبرې به په سیمه ییزه کچه شوې وي.''

ښاغلي علمي زیاته کړه، د سولې په تړاو هر ډول رسمي خبرې او اړيکي د افغانستان د سولې د عالي شورا له لارې ترسره کېږي:

''د سولې عالي شورا په همدې منظور جوړه شوې، چې له مخالفینو سره اړیکه ونیسي او د سولې پروسه پرمخ بوځي.''

وړاندې څو ځلې د طالبانو مشر ملامحمد عمر له افغان حکومت سره د سولې خبرې هله شونې بللې دي، چې له دغه هېواده بهرني ځواکونه ووځي.

خو افغان او عربي سرچینو واشنګټن پوست ته ویلي چې د کوټې شورا په افغان حکومت کې د ځينو طالب مشرانو د ورګډېدا او له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش د ټاکلو پر سر خبرې پيل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې د عالي شورا یو شمېر غړي خبرداری ورکوي، چې د دغې شورا له چوکاټه بهر د طالبانو له مشرانو سره هر هراز پټې خبرې په هېواد کې د سولې د بهیر په مخ کې خنډ ګرځېدلی شي.

د سولې د عالي شورا یو غړی محمد محقق وايي د لوړې کچې په خبرو کې باید هغه معیارونه په پام کې ونیول شوي، چې د سولې عالي شورا او حکومت ټاکلي دی:

''سوله باید له مطرح شوو قانوني لارو څخه ترسره شي، او خبرې باید شفافې وي، دا مهال چې د سولې عالي شورا جوړه شوې ده، باید د همدې شورا له لارې د سولې بهیر پرمخ یووړل شي، او هر شکمن خوځښت د سولې بهیر له خنډ سره مخامخوي. ''

Image caption تېره اوونۍ هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له واشنګټن نه تر ستنېدا وروسته په بګرام کې خبریالانو ته د د جګپوړو طالب مشرانو او افغان حکومت ترمنځ د پټو خبرو په اړه څرګندونې کړې وې.

ویل کېږي چې دغه شبکه د کوټې د شورا پرتله د پاکستان له څارګرې ادارې (ای اېس ای) سره ډېر نژدې اړيکي لري.

تېره اوونۍ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ويلي وو چې داسې ښکاري چې د طالبانو مشرانو په لوړه کچه د افغانستان له حکومت سره په اړیکه کې دي.

په داسې حال کې چې سرچینو د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې ډېرې جدي ارزولې دي، خو وايي په دغو خبرو کې د حقاني شبکه برخه نه لري.

افغان حکومت په پرلپسې ډول وسله وال مخالفان سولې ته رابللي دي، خو هغوی تل ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې د سولې خبرو ته کښېني.

ورته مطالب