د سولې عالي شوار کار پيل کړ

Image caption د سولې عالي شورا له مخالفینو سره د خبرو اترو د لارو چارو د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې ده.

د سولې د اويا کسيزې لوړې شورا د غړو له اعلانه ، د شاوخوا لسو ورځو په تېرېدو سره د ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر لوړ پوړو حکومتي چارواکو په گډون دغې شورا خپل رسمي کار پيل کړ .

دسولې د عالي شورا لومړنۍ ناسته د ولسمشر ۍ د ارگ په ماڼۍ کې وه چې ولسمشر کرزي پرانيسته او وينا يې ورته وکړه .

ښاغلي کرزي افغانستان ته د سولې د را وستو په برخه کې دغه شورا د هيلو يوه لوړه مرجع وبلله چې په خبره يې له کورني او بهرني ملاتړه برخمنه ده.

دولسمشر کرزي ټينگار داوو چې دغه شورا بايد په بشپړه توگه خپلواکه وي خو ويې ويل چې که اړتيا وه حکومت به ور سره مرسته وکړي: (( د سولې عالي شورا په خپلو هڅو او پريکړو کې يوه خپلواکه شورا ده . افغان دولت له تاسې سره همکار دی او که په هر ه برخه کې مو د مرستې اړتيا لرله او پر موږ مو غږ وکړ نو در وبه دانگو له هغه پرته به افغان حکومت ستاسې د کوښښونو او د سولې د را تگ په هيله وي.))

له دې سره سره چې وسله والو طالبانو لا له وړاندې دسولې عالي شورا رد کړې او هغه يې هسي وخت تېری بللې خو ښاغلي کرزي يو ځل بيا پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې دغو منډو ترړو ته هر کلى ووايي.

ښاغلي کرزي وويل د سولې دشورا غړي به په راتلونکې اونۍ کې په خپله دويمه غونډه کې خپل مشر غوره او د خپل کار لپاره به پر تگلارې جوړولو کار پيل کړي .

د سولې عالي شورا د سولې دشاوخوا ١٦ سوه کسيزې مشورتي جرگې د پرېکړو پر بنسټ جوړه شو ه چې يوه دارالانشا لري چې مشري يې د ولسمشر کرزي د کورني امنيت سلاکار معصوم ستانکزي کوي.

په دغه شوراکې د لسو ميرمنو په گډون ډير شميرپخواني جهادي مشران ، د مدني ټولنو غړي ، يو شمير پخواني طالب چارواکي او قومي مشران برخه لري .

تر اوسه په بشپړه توگه دسولې د شورا دکارونو د څرنگوالي په اړه ډير خلک نه پوهيږي خو د شورا مر کز په کابل کې دى او ټاکل شوي چې په ولايتونو کې هم دفترونه پرانيزي .