کانگرس: ځينې خصوصي امنيتي شرکتونه طالبانو ته پيسې ورکوي

Image caption که څه هم افغان حکومت وايي چې د امنيتي کمپنيو تر لغوه کېدو وروسته به ددغو کمپنيو کارکوونکي په افغان وسلوالو ځواکونو کې جذب شي خو په دې اړه د کوم عملي مکانيز د جوړېدو څرک لا نه لګېږي.

په افغانستان کې د خصوصي امنيتي شرکتونو د کار په اړه د امريکا د سنا مجلس د يوې جرگه گۍ پلټنو وښوده چې د امريکاييانو ځينې امنيتي قرارداديان له طالبانو او يا ځايي جنگسالارانو سره تړلي دي او د امريکا پيسې پر جنايي فعاليتونو لگوي.

دا ريپوټ چې د سنا د وسله والو ځواکونو کمېټې چمتو کړى وايي چې امريکايي پوځ بيخي زيات پر امنيتي شرکتونو ډده لگولې او قراداديان يې ډېر ځله خپل گومارلي کسان نه چاڼوي.

په ريپوټ کې راغلي چې پر دغو قراردادي شرکتونو د امريکا کنټرول کله کله بيخي له منځه ځي او هغو ځايي ساتونکو چې په افغانستان کې د امريکايي اډو د ساتنې لپاره گومارل شوي ، کله کله مخامخ طالبانو ته کار کوي.

پر دې سربېره په راپور کې ويل شوي چې ددغو کمپنيو مشري هغه کسان کوي چې په وژنو او سړي تښتونو کې لاس لري .

د ځايي ټوپکسالارانو- طالبانو او امنيتي شرکتونو د اړيکو په اړه پخوا هم ځينې راپورونه خپاره شوي ول چې وروسته ولسمشر کرزي پرېکړه وکړه دغه شرکتونه وتړي.

د سنا جرگې د وسله والو ځواکونو د کميټې په دې ريپوټ کې همدا راز راغلي چې د امنيتي شرکتونو په شتوالي کې افغان حکومت نشواى کولى چې خپل پوځ ته وړ کسان ومومي.

شخصي لښکرې

په افغانستان کې تر شپږويشتو زرو ډېر خصوصي امنيتي پر سونل شته. له هرو لسو څخه نهه يې د امريکا حکومت ته کار کوي.

دا ريپوټ په دې اړه يو بوږنوونکى انځور وړاندې کوي چې څه ډول گومارل شوي کسان د توپک په چلولو کې يانه دي روزل شوي او يا په کې تجربه نه لري.

په داسې حال کې چې نور قرارداديان بيا – جنگسالاران دي چې له طالبانو سره تړاو لري. دلته گڼې ناوړه بېلگې وړاندې شوې دي: د ساري په توگه يو يې هغه سړى دى چې امريکاييانو پرې د "ډنډ د سپي" په جنگي فلم کې د يوه لوبغاړي په تقليد د "ښاغلي سپين" نوم ايښى و.

ويل کېږي چې "ښاغلي سپين" طالبانو ته پيسې ورکولې او له هغه جگپوړي قوماندان سره يې جرگه کړې درلوده چې د ناټو پر ځواکونو يې د سړک دغاړې په گڼو چاودنو کې لاس درلود.

ريپوټ په دې نتيجې سره پايته رسېدلى چې امريکا د هغو جنگي سالارانو په تمويلولو سره چې خپل شخصي لښکر لري، پخپله په افغانستان کې د ټيکاو د ټينگولو لپاره خپل اعلان کړي هدف ته زيان اړوي.

ريپوټ زياتوي چې د خصوصي امنيتي شرکتونو گټورې سوداگرۍ د افغانستان له پوځ او پوليسو نه چې لږې تنخواولري، ځوانان ځانته ورڅکولي دي.

سناتورانو غوښتنه کړې چې د خصوصي قرارداديانو د شمېر د کمولو او د هغوى د چاڼ او څارنې لپاره دې "سملاسي او کلک" اقدامات وشي.

د امنيتي شرکتونو د بندېدو لړۍ

شاوخوا يوه اونۍ وړاندې افغان حکومت اعلان وکړ چې د بلک واټر شرکت په ګډون په دغه هېواد کې اته کورني او بهرني خصوصي امنيتي شرکتونه منحل کړي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د افغان ولسمشر حامد کرزي په امر وزارت د خصوصي امنيتي شرکتونو په منحلولو بوخت دی، چې په درو پړاوونو کې به بشپړ شي.

څو ورځې مخکې ولسمشر کرزي له نړيوالې ټولنې هم وغوښتل چې دغه شرکتونه له منځه يوسي او هغه کسان چې په دغو امنيتي شرکتونو کې کار کوي په ښه ډول د ملي پوځ او پوليسو په ليکو کې ننيستل شي.

ولسمشر کرزي دغه راز وويل هېواد يې له افغان امنيتي ځواکونو سره په څنګ کې بل موازي پوځ نه شي زغملای .

د دغه نوي پلان له مخې به لومړى هغه وسلوالې ډلې چې په ولايتونونو کې په موقته توگه ثبتې شوې او د لارو د امنيت ساتنې دنده په غاړه لري لغوه کېږي، ورپسې به هغه خصوصي امنيتي کمپنۍ چې د فعاليت جواز لري خو په سرغړونو تورنې دي له منځه وړل کېږي او په دريم او وروستي پړاو کې به ټول خصوصي امنيتي شرکتونه له يوه سره تړل کېږي.

د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر وايي له لغوه شويو شرکتونو او ډلو نه په سلگونه ميله درنې او سپکې وسلې ترلاسه شوې دي.

وحيد عمر په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل، په منحل شويو خصوصي امنيتي شرکتونو کې د اوسني اکس اي (پخوانی بلک واټر) او وايټ ايګل سيکوريټي سروېسيز خصوصي امنيتي شرکتونه هم راځي.

دغه دواړه بهرني شرکتونه د ځينو افغان چارواکو او نا دولتي موسسو د ساتنې دنده درلوده.

ورته مطالب