د فراه ولايت د پرچمن ولسوالۍ رايې باطلې و بلل شوې

ټاکنيز شکايتونه
Image caption د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي چې د ټولو شکايتونو ارزونه بشپړه شوې او په نژدې ورځو کې به د ځينو نورو سيمو يو شمېر رايې هم باطلې اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي له لوېديځ ولايت فراه څخه ورته د رسېدلو شکايتونو له ارزونې وروسته يې ددغه ولايت په پرچمن ولسوالۍ کې د رای ورکولو د 31 مرکزونو رايې باطلې اعلان کړې دي .

د ولسي جرګې په ټاکنو کې پرچمن ولسوالۍ کې 34 رای مرکزونه پرانستي ول چې د دريو مرکزونو رايې پخوا او د پاتې نورو نن باطلې وبلل شوې .

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون وياند احمدضيا رفعت په دغې ولسوالۍ کې د ټولو کارول شويو رايو په اړه جزيات ور نه کړل خو زياته يې کړه چې دغلته د کارېدلو رايه زياته برخه د جدي ټاکنيزو سرغړونو، لاسوهنو او درغليو له امله باطلې شوې دي :

(( تر شوي جدي سرغړونې د جعلي کارتونو کارول، د زور کارول، وېرول او د د ټاکنيزو محلونو په کار کې له لاسوهنې څخه عبارت دي چې دا کار ددې لامل شوی چې په صندوقونو کې غير طبعي رايې ځای پر ځای شي .))

ويل کېږي چې د باطلو شويو رايو ډېره برخه د يوه لوړي دولتي چارواکي د ورور دي چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ولاړ و. د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي د هېواد له ګوټ ګوټ څخه دوی ته د رسېدلو نورو شکايتونو د ارزونې چارې هم بشپړې شوې او ډېر ژر به د يو شمېر نورو مرکزونو رايې هم باطلې اعلان کړي .

تر دې وړاندې د ټاکنوکمېسيون د 5800 پرانستو مرکزونو له ډلې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د څه باندې 220 مرکزونو رايې باطلې بللې وې .

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي چې تر درې زره زيات شکايتونه ورته رسېدلي دي چې زيات يې په ټاکنو کې د جدي درغليو او لاسوهنو ښکارندوی دي .

د کمېسيون په وينا که دغه ادعاوې سمې وخيژي نو کېدای شي چې د ټاکنو پر پايلو اغېزه وکړي .

تر دې وړاندې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ هم ويلي ول چې د افغانستان د ټاکنو مشروعيت د ټاکنو پر ورځ شويو درغليو،ن> سرغړونو او لاسوهنو پسې تړلی دی .